top of page
  • Writer's pictureGaam Media

کابل کې دامریکا دبې پیلوټه الوتکې په برید کې دالقاعده ډلې مشر دوژلو په تړاو، څو پوښتتې.....!

د پاکستان د مستقیم او نیابتی لاسوهنو له کبله دافغانستان د خونړی کړکیچ کابو نیمه پېړۍ بشپړیږي خو،په تېرو څه دپاسه دوه لسیزو کې د طالبانو په نامه د جنګي ډلې تر رامنځ ته کولو ، روزلو او دافغانستان د تخریب او انهدام له پاره پر دیني او مذهبي توجیهاتو د جنګولوپه پایله کې د ترتلاسه شویو او بربنډو شویو کره او باوري شواهدو ، اسنادو او مدارکو پربنسټ ، دا حقیقت ټولې مخالفې او موافقې نړۍ ته جوت شوی دی چې، د پاکستان استخباراتي سازمان یا ای ایس آی دسیمې او نړۍ د ټولو ترهګرو او افراطیانو سکه

ماما دی خو، سره له دې بیا هم ، امریکا او د پنجاب اداره حسب معمول اړم دي ، دخلکو او نړئ په سترګو کې خاورې شیندي او دخپلو ستراتیژیکو ګټو د پاللو پخاطر د افغان شخړي تداوم ته بهانې او دلایل تراشي ، کله په یوه او کله پر بل نامه د افغان جګړې پر جعلي تقدس او مشروعیت د عمومي باور د اکتساب هڅې جاري ساتي او پدې ډول غواړي چې،که په هره توګه شوني او ممکنه وي، په افغانستان کې د جګړې تداوم او د سیمې د ځواکمنو هېوادونو ملی امنیت ته د ګواښوونکي مزاحمت ددغې خونړي بهیر اوږدېدا او دوام له پاره توجیه پیدا کړي ځکه چې، په دغې جګړه کې د امریکا او پاکستان بالفعل سیاسی اقتصادي او نظامي ستراتيژیکې ګټې خوندي دي چې دامریکا زیات تمرکز پر سیاسي ګټو څرخیږي او د پاکستان ستراتیژي پر سیاسي ګټو سربېره پر جغرافیوي توسعې او ځمکني اشتغال او تصرفاتو، دافغانستان پر اوبو، ځنګلونو، کانونو، سوداګرئ او دافغانستان د کړکیچ له برکته دخپلو اتباعو د کاري اشتغال او افغانستان دخپلو تولیداتو او صادراتو دپیر و پلور له پاره د ارت او پراخه مارکیټ په توګه د ساتلو پر محوریت متمرکزې دی .

دپخواني شوروي اتحاد دیرغل سره جوخت ، پاکستان د خپلې پلان شوې ستراتيژۍ له مخې دافغانستان په انهدام او ړنګېدا کې د خپل پرمختګ له پاره جیو پالټیک او جیو ستراتیژیک وېژن یا تګلوری وټاکه او ددغې ستراتيژۍ د تطبیق له پاره یی د جهادي ګوندونو څخه دهغوی د فکري ، شعوري او تخریبي ظرفیت له مخې د ګلبدین حزب اسلامی ، برهان الدین رباني جمعیت اسلامي ، د مولوی محمد نبی محمدی حرکت اسلامی او د ملی محاذ ګوندونه انتخاب او پر جعلي اتلولیو یې دشهرت له پلوه په غیر طبیعي ډول وپړسول او د تجسس ، تخریب او تضاد او کرکې د ایجادولو له پاره یی وکومارل دافغانستان بنسټونه او اداري واحدونه یې پرې متلاشي او ونړول پای کې یې د همدوی خلاف د ملا محمد نبي د حرکت اسلامی ګوند اړوند د څو نالوستو سنتي ملایانو په وسیله د طالب فرمت رامنځ ته او جهادي احزابو پر خلاف یی پاڅون ته وهڅول چې پایله کې یی د ملامحمد عمر مجاهد په نامه یو مبهم شخص تر مشرئ لاندې دامارت په نامه ناتعریف شوی او لاقانونه نظام ورجوړ کړ چې بالاخره د یوولسم سپتمبر پېښه رامنځ ته او په غبرګون کې د القاعده سره د تړاو په تور د طالب امارت دامریکا پر مشرئ ایتلاف لخوا نسکور شو او طالبان پاکستان ته وتښتېدل چې د جمهوریت خلاف دوباره پآکستان تسلیح او تطمیع کړل او دامریکا خلاف یی غلچکي جګړې ته چمتو کړل په عین وخت کې دپاکستان استخباراتي ادارې ورو ورو د طالبانو له صفوفو څخه د ازاد افغانی او ملي فکر لرونکو افرادو د ترور کولو او پر ځای یی دخپلو روزل شویو وفادارو افرادو په ګومارلو سره د طالب ډلګې په بشپړ ډول دخپلو با اعتماده نیابتي افرادو څخه مالامال کړه .

پر کال ۲۰۱۱ دمی پر دویمه نیټه دپاکستان دایبټ اباد ښار په پوځي کمپ کې د پاکستاني نظامیانو تر قیمومیت او حمایت لاندې دالقاعده ډلې مشر اسامه بن لادن په ډراماتیک ډول ووژل شو تر هغې کابو یوولس کاله راوروسته د تېرې یکشنبې په ورځ دسپینې ماڼۍ واکدار جوبایډن ادعا وکړې چې د دده په امر د سي آی ای لخوا په کابل کې د القاعده دویم مشر ایمن الظواهري هم ووژل شو او پر وینا یی ،عدالت تأمین شو.

د امریکا د ولسمشر جو بایدن لخوا دا اعلان داسې مهال کیږي چې اروپا دروسي یرغل څخه د اقتصادي او امنیتی ګواښ سره مخامخ شوېده او پر امریکا باندې دغې وضعیت فشار راوړی دی چې دروسانو دپرمختګ په مخنیوي کې اغېزمن ګام واخلي کنه نو اروپا دخپل متحد په توګه دتل له پاره دلاسه ورکړي او اروپا هم دوه انتخابه لري که امریکا یی پوځي مرسته وکړه نو ورسره متحد پاتې کیږي او که دروسانو پر وړاندې یی خپله ماتې تصور کړه نو دروسانو شرایطو ته ښایی تابع شي او دامریکا سره له اتحاد څخه د تل له پاره لاس واخلي .



بل خوا روسانو د روان هجوم په ترڅ کې د اوکراین ډېره برخه ترخپل واک لاندې راوستې ده او کابو شپېته سلنه اوکرایني سیمې یی اعمال صلاحیت کړي دي .

پداسې حال کې چې دروسانو د یرغل پر خلاف له اوکراین سره عملا دامریکا اواروپا مستقیم مالی او تسلیحاتی ملاتړ شته دی، خو بیا هم د ملیاردونو ډالرو په ارزښت نظامي مرستو سره سره دروسانو پر ضد دا نړېوال ایتلاف لا هم پر دې ندی توانیدلی چې او له اکراین څخه مخامخ هر اړخیز ملاتړ، پدې نه دي توانيدلي چې دروسانو مخ تاو کړي او په اوکراین کې یی د نظامي پرمختګونو مخه ونیسي ، بل لور ته روسانو ته د امریکا او اروپا لخوا د اتومي برید ګواښ کول او ددوی دګواښ په اړه د روسانو بې اعتنایی پخپل ذات کې د اوکراین له جګړې څخه د امریکا او اروپآ وارخطایی یا ډار او اندېښنه جوتوي .

پداسې حساس وخت کې نود امریکا لخوا په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهری وژل کیدل یوه داسې نادره ډرامه ده چې، د یو بل جنګ له پاره دامریکا تابیا او په افغانستان کې د بیاځلي نظامي حضور بوی ورڅخه راځي .

دغې ډراماتیک اقدام دسیمې او نړۍ وضعیت ته په کتو سره ، عمومي اذهان له راز راز پوښتنو سره مخامخ کړي دي.

لومړۍ پوښتنه ښای دا اوسي چې ، د القاعده مشر دا مهال په کابل کې څه کول ؟ له کوم ځای څخه کابل ته ولاړ؟


که امریکا له نظامي فزیکی حضور پرته دا ځواک لري چې الظواهری په تیاره کې د یوې خونې په بالکین کې تشخیص او تر برید لاندې نیولای شي ، نو دا تېر شل کلونه یی د خپلو نظامیانو په حضور ولې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت مالي زیان وګاله او ولې یې د زرګونو بې ګناه افغانانو پر وژلو افغانستان کې شل کاله تېر کړل؟

د دوحې تړون کې څه ول؟ چې دواړه لوري یی یو بل پر تخلف تورنوي؟ لا تر اوسه چې طالبانو حکومتي اداڼه هم نده رغولې ، له استثمار او استحصال پرته ، د دولت په توګه د خلکو او اتباعو پر وړاندې د خدماتو او وجایبوپر ادا کولولا هم ندي بریالي شوي او نړۍ یی هم پر رسمیت نه پیژني ، نو څنګه داسې یو اقدام ته زړه ښه کولی شي ، دکوم له کبله چې نږدې دوه ویشت کاله دمخه ددوی نظام نسکور شوی و؟


که د قطر د ګونګ او پټ تړون پر بنسټ دغه چارې اسانول د طالبانو د تعهداتو برخه وي ، نو دسیمې ځواکمن او شتمن هېوادونه به پر طالب پدیدي باندې څه ډول باور وکړای شي ؟ که په سیمه او نړۍ کې دامریکا دمخالفو هېوادونو لخوا فاقد اعتباروګڼل شي نو ،د اړیکو بڼه به یی ورسره څه ډول وي ؟

کله چې امریکا له افغانستان څخه وتلو ته زړه و نو، ولي یی هڅه کوله او غوښتل یې چې دبلیک واټر په وسیله افغانستان کې وضعیت تر خپل مدریت لاندې وساتي ؟

که چېرې د قطر د تړون پر پر بنسټ طالبانو ته د افغانستان واک د هغوی تعهداتو او مطالباتو له مخې ورسپارل شوی وي چې دکومو موخو له پاره یی غوښتل بلیک واټر افغانستان ته ولاړ شي، پدې حالت کې به د طالب حضور دسیمې هېوادونو ته څومره د زغم وړ وي او څومره دوام ممکن وکړای شي ؟

که فرضا د طالبانو او امریکا ترمنځ اړیکي تر دې بریده ترینګلې شوي وي چې، طالبانو د امریکا د ګواښلو په هدف القاعدې سره نږدېکت غوره کړی او ایمن الظواهری یی په پټه کابل ته وربللی او هلته مېشت کړی وي نو ، بیا ولې امریکا د طالب نظام ته دقیمومیت پخاطر هره اونۍ پنځه دېرش ملیونه ډالر مرستې ورکوي؟

ایا امریکا او اروپا یوځل بیا غواړي چې ، افغانستان داکراین دجګړې برخه وګرځوي؟

ایا امریکا غواړي چې د روسانو مخ له اورپا څخه بېرته افغانستان ته ورتاو کړي او دلته د ترهګریزو فعالیتونو په شتون سره روسان وګواښی؟


دا او دېته ورته نورې په لسګونو پوښتنې یی په عمومي ذهنیت کې راټوکولي دي خو ، نږدې ماضي ته په کتو ، نړۍ اوسمهال په زیر او زبر سره پر دې پوه ده چې، ټولې نړۍ ته د ترهګرۍ صادرات له پاکستانه کیږي خصوصا ، افغانستان ته ترهګرو د تلو راتلو لار پر لاهور راتېره شوېده ،پدې هم پوهیږي چې پاکستان دسیمې هېوادونو ته د مزاحمت د ایجادولو او راتلونکي احتمالي بوږنونکي وضعیت د رامنځ ته کېدو قراردادي تسهیل کوونکی دی او افغانستان یو وار بیا د اور او بارودو په ګرداب کې ښکېلولو سره خپلې مزمنې ستراتیژیکې اقتصادي ، نظامي او جغرافیوي توسعوي ګټې وپالي چې پدې ارزښت ګټه یی دسیمې دهېوادونو سره ایتلاف او دامریکا څخه په بېلېدو کې نه تأمینیږي او نه یی هم تصور کېدای شي.

پدې اساس که د پورته پوښتنو په ځواب پسې سر وګرځوو او دسیمې د نن او پرون تقابلي جاج واخلو نو ، امرو مرو یوشمېر وړاندوینې کړای شو د بېلګې په توګه ، په نړۍ او سیمه کې د راتلونکې احتمالی تغیراتو او نویو ایتلافاتو ایجادېدل ، دجګړې پراختیا او پاکستان ته جګړې عملي سرایت ، د روسانو له شره د اروپا د ځان ساتلو په غرض د اروپا او امریکا په موقفونو کې توپیر او تضاد ایجادېدل او نورو مهمو زاویو ته مو ښایی پام ور واوړي چې دافغانانو او افغانستان پر برخلیک باندې مخامخ اغېز ښندلای شي......


40 views0 comments
bottom of page