top of page
  • Writer's pictureGaam Media

طالب د افغانستان په تړاو دپاکستان د ستراتیژیک عمق بالفعل تعریف دی !

Updated: Jan 25, 2022

داسلامی امارت په واک ته رسولو سره ولې پاکستان د افغانستان سره د همسایتوب او نړېوالې دېپلوماسې عرفونه او دهېوادونو ترمنځ د متقابلو اړیکو او درناوي منل شوی نړېوال اصول او خطوط مات او پر افغانستان باندې یې د نیابتي ملیشو یا طالب جنګیالو پر مټ دخپل اعمال صلاحیت په پایله کې یو مشروع او منتخب حکومت ړنګ او ملیونونه وګړي یې د نظام په انهدام سره د لوږې ، فقر ، بېوزلۍ او مرګونو له ګواښ سره مخامخ کړل؟



ددغې پوښتنې ځېرلی ځواب هومره ساده هم نه دی چې څنګه یې په اړه د تبلیغاتي جګړې د اغېز له امله فکر کیږي.

د معاصرو نړېوالوسیالیو او داقتصادی او نظامی زبردستۍ او بالادستۍ په روانه جګړییزه پېړئ کې د خلکو په خوښه په افغانستان کې انتخاب شوی نظام ړنګول دپآکستان د اقتصادی ، نظامي او سیاسی ظرفیت څخه لوړه مسئله ده او ددې مسئلې شاربل ښایی پدې هم ستونزمن وي چې، ددغې تجاوز او ظلم په ترسره کېدا کې د امریکا ، مسکو، چین ایران او سعودي عربستان په شمول د یوشمېر عربي هېوادونولخوا دپردې ترشاه د ظالمانه ارادې او کردار له مخ نه هم پلو لرې شي، دا کردار که په هره کچه ترسره شوی اوسي خو په مجموع کې د جمهوریت او دیموکراسئ دشکست او ځپلو او د ترهګرئ د ملاتړ او دکتاتور نظام د حاکمیت په مهمو او اغېزمنوعواملو کې شمېرل کیږي او دا شاربل به په غالب اټکل د دیموکراسۍ او جمهوریت پر وړاندې ددوی د کردار او دښکېلتیا متضمن واوسي .

بل لورته د نړېوال امنیت او ثبات په ساتلو کې د هېوادونو ترمنخ نړېوالو متقابلو مسؤلیتونو ته په کتو سره ، دافغانستان په تړاو دپاکستان بیرونۍ پالیسي او د ستراتیژیک عمق څارنه او پالنه ،د اعمال صلاحیت د قلمرو حدو برید په اړه ټولمنلي نړېوال قانون او اصولو سره متضاد او پرعکس چار دی چې، دا خپلسري په ټوله کې نړېوال امنیت او ثبات ته بالقوه خطر په بالفعل خطر بدلوی شي چې ښه بېلګه یې دپاکستان دننه د افراطی ډلو روزل او ملاتړ دی .

د واک حصول او وصوله له پآره نړېوال عرف او کړندودونه دهېوادونو په کچه مروج او معروف دي چې په مجموع کې د اقتدار او واک دحصول او وصول د مشروعیت له پاره پکې دخلکو د ارادې شمول او د ولس انتخاب شرط ګرځول شویدی چې له دې لارې پرته په هره بله لار واک ترلاسه کیږي ، که هغه لاره مخامخ جګړه وي یا بغاوتونه ایجادول وي یا کودتاوې او نورې نامشروع او پر تشدد متکي لارې وي ، هېڅ یو یې دنړېوالو حقوقي پرنسیپونو پر اساس دحکومت او مشروع نظام په توګه د حقوقي تعریف چوکاټ کې نه شاملیږي او په اصطلاح ظالمانه و استبدادي یا دکتاتوری حکومت بلل کیږي دا راز واک ته رسېدل معمولا په جبر ، وینې تویدنې او بغاوتونو متکي وي.


پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف


ملګری ملتونه او خصوصا د امنیت شورا د خپلو هغو مسؤلیتونو او مکلفیتونو له مخې چې دنړېوال امنیت او ثبات د ساتنې په موخه یی لري ، دا واک لري چې پر وړاندې یې په هره ممکن لار چې کېدای شي ، مانع شي او د مخنیوي هڅه یې وکړي .

دملګرو ملتونو د علیاي سیاست په لومړیو خطوطو کې د نړېوال امنیت او ثبات د ساتلو مسئله ددغې سازمان د ایجادیدا د هدف او مکلفیت په توګه قرار لري ، متأسفانه چې یاد سازمان د علیا سیاست په برخه کې مطلق ناکام بریښي، په لنډه ماضي کې نړۍ شاهده وه چې، دایران او عراق جګړه وشوه ، صدام پر کویټ یرغل وکړ، شوروي پر افغانستان یرغل وکړ، یمن او لیبیا بی ثباته شول ، سوریه کې بېسارې بشرضد جنایتونه ترسره شول چې دملګرو ملتونو د علیا سیاست پر مقتضا باید وار له مخه ددغو بې ثباتیو مخه ډب شوې وای، خو متاسفانه دملګرو ملتونو د سازمان په شتون کې یاد هېوادونه جګړو دبشری او مالی خسارې سره مخامخ کړل.

په همدې منول نړۍ شاهده ده چې دملګرو ملتونو د وظیفوی تغافل په پایله کې افغانستان هم دپاکستان دنیابتی ملیشو په اوږدمهالې جګړې کې ښکیل پاتې شو اما ملګري ملتونه ونه توانېدل چې دخپل مشروع واک په کارولو سره افغانستان کې د پآکستان د هغې سراتیژیک عمق دپالنې مخنیوی وکړي چې د سلګونو زرو انسانانو د بېګناه وژنې لامل شوې ده او د یو جمهوریت د داعیې اود خلکو په اراده د ټاکنو له لارې دجوړ کړای شوي مشروع نظام له ړنکېدا یې لاس پر سر ، د طالب په جامه کې د نیابتی جګړې دفرمټ ترهګریزه دوسیه ورباندې وتړي ، پر ځای یی د صالح منځګړیتوب په کولو سره ددواړو هېوادونو ترمنځ دستونزو دحل پر نوي وړاندیزونو تمرکز وکړي .

دا کار خودملګرو ملتونو د اهدافو سره سم ددغې سازمان په پرنسیپ کې لومړی ځای لري، اما په عمل کې وکتل شول چې دپاکستان لخوا په افغانستان کې دخلکو پر خوښه جوړ شوی حکومت او د نظام اداڼه دواړه ړنګ شول او یو داسې وضعیت ته لاره هواره شوه چې، افغان مسلکی او تخنیکي کادرونه له هېواده تېښتې ته اړ او پر ځای یی د رسمي چارو د کنترول ، د معلومات او احصائی راټولولو او دحکومتی روابطو او کورنۍ او بهرني پالیسې دمدریت له پاره یې ، پاکستانی اتباع د تخنیکي مشاورینو په بهانه عملا دګومارلو هوډ وکړي .

دپاکستان صدراعظم عمران خان او ددغه هېواد د ملی امنیت سلاکار یوسف معید پدې اړه پدې وروستیو کې بیخي بربنډې، مکررې او ښکاره خبرې وکړې چې ،ګواکې افغانستان د فنی او مسلکی کادرونو له فقر سره مخامخ دی نو پاکستانی اتباع به د امارت دملایانو سره د حکومت په چلولو کې ممد واقع شي .


دافغانستان په څېر یو شمېر نورو هېوادونو کې هم پاکستان وخت په وخت تخریبي نیابتونه په اجارې نیولي دي چې ښه بېلګه یی په اردن کې د اسرائیلو په ملاتړ د جنرال ضیاءالحق په لاس د شپیتو زرو اردني ازادی غوښتونکو ځوانانو ډله ییزه وژنه ، د سعودي په ملاتړ د یمن پر حوثیانو بریدونه ، او دامریکا په ملاتړ دشوروي اتحاد پر وړاندې دجګړې تداوم دی .

دپاکستان دایجادېدو تاریخ او پېښو ته که سر ورښکار کړو ،وینو چې کله انګلیس له هند څخه وتلو ته اړشو نو یې په اسیا کې د خپل نفوذ او استازولۍ پر چارې فکر وکړ او هند یې د پاکستان ، هند او بنګادیش په نومونو په دریو ټوټو ووېشه او پدې توګه یی وکړای شول چې دغه هېواد دخپل استازي په توګه د نیابتي سیاست پرمخ بیولو له پاره ایجاد کړ.

په عملي بڼه پاکستان د نیابتی جګړو په برخه کې (که هغه سړې جګړې دي یا تودې جګړې دي) اوږدمهالې تجربه ودرلوده ، دقبایلی سیمو او کشمیر په برخو کې یې د نیابتی حکومتولي تجربه وکړه چې پدې توګه یی ورو ورو یادې سیمې خپل قلمرو ته شاملې او یا شاملېدو ته ورنږدې کړيدي .

دافغانستان په جګړه کې دامریکا نیابت هم ور ترغاړه شو او پدې توګه یې د جهادی ګوندونو دتعدد او دطالبانو د تشدد په بڼه دغه نیابتی جګړه وکړه او لا هم دوام لري.

د پاکستان د نفوس په تناسب د اشتغال دکچې کمښت ، د ګاونډیو هېوادونو سره د سرحدي منازعاتوشتون ، د درنو مالي پورونو له کبله تر اقتصادي جزر لاندې واقع شویدی او ددغې کړکیچ دحل په موخه یی لنډه او اسانه لاره د افغانستان د کاواکه وضعیت په تداوم کې ګڼلې ده ، نو د خپلو اقتصادی اټکلونو پر اساس دافغانستان له پاره همداسې مزمنه ،دوه مخې او ظالمانه پالیسي په پآم کې لري ، چې دخپلو سیاسی، منطقوي . اقتصادي او سوداګریزو لاسته راوړڼو له پاره یې په افغانستان کې دستراتیژیک عمق د تعقیې لړۍ په توګه دحکومتونو په لایحه عمل کې هم شامله کړې ده .

وروستنی نیابت یی د طالب په فرمټ کې ترهغې وکاراوه چې دخوکفائیت پر لور روان افغانستان یې یو وار بیا د فقر ، بېوزلئ او د پرشاتګ مسیر ته سیخ کړ.

خلص داچې پاکستان د هند د نفوذ دمخنیوي له سیاسي بهانې څخه رانیولې بیا د روانو اوبو دکمښت، د فقر د زیاتوالي ، په کور دننه د پرېمانه بشري ځواک عدم اشتغال او د کورنیو تولیدانو د لېږد رالېږد په برخه کې د ګټورو اسانتیاواو فرصتونو د ایجاد او کنترول په اړه د همیشني ډاډ د ترلاسه کولو په موخه کابو له نیمې پېړۍ راهېسې دافغانستان په اړه دغه ستراتیژي د خپل بهرنی سیاست نه بېلېدوکی او لازمي برخه ګرخولې ده .

د دغه انسان دښمنه ستراتېژۍ د تطبیق په برخه کې ،پاکستان دنړېوالو دګټو او پروژو دتطبیق د مالي امتیازاتو د راخپلولو ترڅنګ د لګښت او استهلاک د کمښت په خاطر د مذهبي انرژۍ څخه پراخه کار واخیست ، په زرګونو قشلې ترهګر یې په نظامي تربیت سمبال او د افراطی تفکر څخه مالامال کړل چې، دا پخپله د نړۍ دامنیت او ثبات په کاواکه کېدو کې مستقیم نقش لرلی شي او لرلی یی دی، خو پر وړاندی یې ، متأسفانه چې د نړئ دامینت او ثبات دتحفظ مسؤلینو هېڅ راز عکس العمل ونه ښود .

نړۍ خصوصا دملګرو ملتونو دامنیت شورا دا هم تحلیل و تجزیه نکړه چې، پاکستان د نړۍ په بې ثباته کولو کې څه ډول کردار اداکوي ؟ ایا دپاکستان په پوځي ښارګوټې کې د القاعده د تروریستي ډلې مشر اسامه بن لادن وژل کېدا ثابته نکړه چې نړېوال امنیت ته دالقاعده لخوا په محتمل خطر کې دپاکستان نقش ښایی د نورو برجسته وي؟

دالقاعدې په تنظیمولو او فعال ساتلو کې یې دپاکستان دسیاست کجروي ونه لیده چې، د القاعده ډلې غړي یې د نړۍ له هر کونج کنار څخه په خپلو الوتکو کې لومړی پاکستان ته او بیا د زمکې له لارې افغانستان ته پدې موخه رادننه کړل چې، دطالب په فرمټ کې دپاکستان د ستراتیژیکو ګټو د خوندیتوب نیابتی حکومت د ترسیم شوې ستراتېژیک عمق د ښه څارنې او تداوم له پاره د طالب دامارت ملاتړ وکړي او پدې توګه افغانستان کې د یوې داسې ډلې د واک بقاء تضمین کړي چې، دپاکستان داستخبارتي مرکزونو له خوا ددوی دګټو د تحفظ له پاره تولید او بیا یې دمذهبی قیادت په عنوان افغانستان کې د خپل ما دون او استازی حکومت په توګه واک ته ورسوي او افغانستان کې یو کمزوری او داسې حکومت ایجاد کړي چې، د سیاسي او اقتصادي محاسبو میزان یی د خوبونو پر تعبیر استوار وي او نظامي او دفاعي میزان یی د الهی نصرت په نوم تر یوه سپور او تخیلي شعاره محدود و اوسي .

د مذهبی افراطیت په تعمیم او ترویج سره یی ددې کار له پاره یې په ټول پاکستان بالخصوص دافغانستان سره د ډېورند د متنازغ سرحد په لمنو کې زرګونو استخباراتی مراکزو ته، د دین په انتساب داسلامی مدارسو په بڼه پراخیتا ورکړه او د انتحار او انفجار له پاره یی دمذهبی روبوټو پر تولید او افغانستان ته یی دهغې پر تورید پیل وکړ.

پاکستان دستراتیژیک عمق د ښه تعقیب او تطبیق له پاره پر دریو سترو دلیلونو مذهب د اوزار په توګه د عمل محراق ته راوویست.




لومړی دلیل دا چې، دغه سیاسی اسلامستان یی پر داسې افراطي روحیه روزلي او سنبال کړي و چې، له اقتصادی پلوه پاکستان ددغې جګړې له کبله تر اقتصادي فشار لاندی واقع نشي نو، دملائیزم فرمټ یې غوره لار وه چې د مذهبی جنون اومحدود لیدلوری پر اساس دپاکستان دغه ظالمانه او افغان دښمن ستراتیژی د جهاد او اخروی اجر په تمه په ښه توګه تطبیق کړی، چې همداسې انګېزه او ذهنیت یې ددې جګړې له پاره په طالبانو کې ایجاد کړی و .

دویم ستر دلیل داو چې، دپاکستان ایجادېدل پخپله هم د برتانیې له پاره د ستراتیژیک عمق په توګه مطرح وه ، داسیا د زړه د شرییانونود غوځولو او په عربي هېوادونو کې ورڅخه لکه د بشر ضدجنایتونو د ارتکاب د کمیشنکار په حیث ، د بالفعل وسیلې به توګه کار واخلي او ددې کار له پاره یی مذهبي شعار ورته ټاکلی و چې (پاکستان کا مطلب کیا ، لا اله الا الله ) .

دریم دلیل داچې ، پاکستان د مذهبي جګړې له پاره په قبایلی سیمو او دمهاجرو ترمنځ پرېمانه بشری منابعو باندې د ذهنیت سازئ پانګونه وکړه او په زرګونو افراد چې د لیک لوست او تحلیل او عقلانیت له نعمته یې بې برخې ساتلي و، د ځانوژنو له پاره چمتو او افغان جګړې ته وګومارل چې، د انتحار فرهنګ ته په دومره اغېزمن ډول وده ورکول او تشهیرول یی پخپله هم نړېوال امنیت ګواښي .

دپآکستان د دغې سیاست پر وړاندې افغانستان کې هم د وخت حکومتونو متوازن عکس العمل ونشو ښودلی او تر ننه لا ولسونه هم دتبلیغاتي توپان په څپو کې د خپلواکې سیاسي ارادې پر ځای ، افغانستان کې په اصطلاح د پاکستان د یو شمېر پخوانیو جهادي نیابتی سیاستوالو او تنظیمي مشرانو لکه ګلبدین حکمتیار، برهان الدین رباني ، مولوي محمد نبی محمدي ، پیر سیداحمد ګیلاني او یو شمېر پاکستان پاله ګوندونو او ټولنو لکه جمعیت اصلاح او د اهل تشیع د غیر رسمي تنظیمونو په هغو درواغجنو نژادي ، منطقوي .مذهبي او قومي شعارونو پسې روان دي چې په څرګنده یې افغانستان ته منسوب بولي، خو عملا یی دسیاست ګټه پاکستان او تاوان یی افغانستان ته رسیږي ، ښه بېلګه یی د ښاغلي ګلبدین حکمتیار ، کریم خلیلی ، صلاح الدین رباني او طالب فرمت یادولی شو.

داچې دافغانستان اشغال ته به پاکستان دطالب او ملا په جامه کې څه ډول او تر څو ادامه ورکړای شي؟

دا موضوع دافغانانو له واکه وتلې، اوس یوازې نړېوال رقابت او اراده کولای شي چې دپاکستان ارادو ته خنډونه جوړ کړي، همدا راز لنډه لار یی داده چې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په مداخلې سره دپآکستان دلاس لنډېدا شونې ده ولې متأسفانه دملګرو ملتونو پر ستیج دافغانستان دخلکواو افغانستان غږ خاموش دی او پر ځایی فعلا پاکستان او په راتلونکې کې (دنړۍ لخوا د طالب داماراتی حکومت د رسمیت تر پېژندلووروسته ) ښایی طالبان دافغانانو په جامه کې، دنیابتی مجبوریت پر اساس دپاکستان غږ له خپلو خولو راوباسي او دهمدې موخې له پاره یی دافغانستان دجمهوریت په سقوط سره د خلکو ارادو او ازادیو ته د پای ټکی کېښود.

دافغانستان د شل کلن جمهوریت سقوط داسې مهال رامنځ ته شو چې افغانستان په هره برخه کې په کافي اندازه مسلکی کادرونه روزلي او په کارونو ګومارلي و او د یو مطرح هېواد داستازو په توګه یې پر نړېوال ستیج دافغانانو غوره استازولي کوله چې، اوس دغه چارې هم دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر ، صدراعظم او دامنیت شورا سلاکار ته ور ترغاړه دي چې دپاکستان سره یو ځای د افغانستان له پاره هم ډهول غاړې ته واچوي او غیر مستقیمه استازولی یې وکړي .

داچې تېرو شلو کلونو کې دافغانانو دشعور په سطحه کې په کافي اندازه پرمختګ او وسعت راغلی و او لږ تر لږه یو عام افغان هم د نړېوالو پېښو د تحلیل ځواک مېندلی ، زرګونه فنی او مسلکی کدرونه روزل شوي و چې ، دجمهوریت په سقوط سره له هېواده تېښتې ته اړ شول چې متأسفانه دا وضعیت په حقیقت کې یو بل ناورین دی ځکه ډېره به ګرانه وي چې له هېواده بهر دافغانستان دملکیت د تصاحب په موخه دغه پاشلې بشري ځواک بیا ځلي متحد او ګډې مبارزې ته چمتو شي .

اوس دافغانستان د قضیې حل د نړېوال رقابت په تناظر کې ممکن دی او په دغه کار کې یوازې لوستي او باشعوره افغانان چې ځانونه ددې مملکت صاحب ملک بولي ،کړای شي چې د اړیکو او فعالیتونو په اشتراک سره دافغانانو ملی داعیه د نړېوالو دپآم او حمایت ستیج ته ورسوي او دپاکستان د اشغال څخه د افغانستان د خلاصون له پاره دنړېوالې ارادې په ایجادولو کې مرستندویه واقع شي .

که افغان روشنفکره وګړي دخپل دغې تاریخي رسالت په اداکولو سره د نړېوالې همکارۍ د ترلاسه کولو کوشش ونکړي نو، ښایې چې افغانستان هم د محکومې پختونخوا د قبایلي سیمو په څېر په تدریجي بڼه دپاکستان تر مستقیم حاکمیت لاندې راشي ، خپل اعمال صلاحیت پرې ولري اوپدې توګه به د پاکستان داټکل له مخې ،دتل له پاره دتاریخ له یاد څخه حذف شي چې د طالبانو د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو وار له مخه ددې خبرې پخلی کړیدی چې دتاریخ مضمون دنصاب څخه دایستلوموضوع ورته لومړیتوب لری .

د پاکستاني چارواکو، عمران خان ،شاه محمد قریشي اومعید یوسف غیر مسؤلانه څرګندونې ممکن یوازې محدود شمېر روشنفکره افغانانو ته غیرمسؤلانه وبریښي، کنه نو په حقیقت کې خو دپاکستان د نیابتي سیاستوالو دسیاستونو او دطالب ملېشو د جنګي وحشتونود توافق پر اساس او دپاکستان د ستراتیژیک عمق د پاللو دپالیسې له مخې دپآکستان چارواکو خبرې ددوی دملي ګټو په رڼا کې کاملا مسؤلانه او پرځای دي ، دوی د خپلو نیابتی لښکرو لخوا د ډاډمنتیا له کبله، افغانستان دپاکستان پنځمه صوبه یا ایالت بولي او د خپل نفوذ او حاکمیت قلمرو ته یی دشاملولو خوبونه ویني نو هغوی دافغانستان په چارو کې خپلې لاسوهنې مداخله نه، بلکې دهغوی ملی رسالت او مسؤلیت بولي او ښایی دنړې والو نظر هم دافغانستان په چارو کې دبهرنیو مداخلو په ټس کې بلاک کړي .

ددغو ګردو احتمالاتو د شنډولو اغېزمنه او یوازینۍ لار دافغانستان د روڼ اندو سیاستوالو او هغو ملي او مذهبي شخصیتونو او ګوندونو لخوا ،چې دافغانستان په اړه د خیانت او فساد مخینه ونلري، په ګډه د خپلو وګړیو ترمنځ د دافغانستان په اړه د صاحب ملکیت داحساس او انګېزې پیاوړتیاته کار وکړي ، دافغانستان په تړاو لکه مچان د نړېوالې ټولنې په غوږونو کې وبنګیږي ، دملګرو ملتونو د سازمان پر وړاندې دیوې اغېزمنې اجنډا پر اساس دوامدارو مزاحمتي ناستو ته ادامه ورکړي او پدې توګه په نړېواله کچه دشور او غلغلې په ایجادولو سره دهېواد دژغورلو دغه وروستنئ هېله په سیاسي درایت دترسره کېدو درشل ته ورسوي ، که داسې ونکړي نو بدیل یی هماغه څه دي چې دپاکستان صدارعظم ، بهرنیو چارو وزیر او د ملی امنیت سلاکار یی سهار ماښام مرکو او څرګندونو کې ګردان کوي او زمزمه کوي یې .....


امان الله اتل

59 views0 comments
bottom of page