top of page
  • Writer's pictureGaam Media

دپاکستان چترال ـ واخان سوداګریز کوریدورد طرح اودافغانانود تېراېستو لپاره دطالب مشرانوخجالتونکي درواغ

پاکستان له پخوا څخه پدې لټه کې دی چې ،څنګه کولای شي منځنۍ اسیا ته سوداګریزه لار پیدا کړي! خو، داچې دپاکستان په جغرافیوي محدوده کې د پنجاب د اعمال صلاحیت په هېڅ قلمرو کې هېڅ داسې نکته نه تر سترګو کیږي چې دپاکستان دغه خوب رښتیا کړي نو ، افغانستان ته احتیاج یی وروستئ مرجع ده او پاکستان د قواو توازن ته په کتو دافغانستان شروطو ته نه دی چمتو بلکې غواړي پرعکس پر افغانستان باندې شرایط وضع کړي چې ګواکې د پاکستان تحت الحمایه مستعمره ده .



خو حقبقت کې منځنۍ اسیا ته لار پیدا کول ، د پنجاب داستبلشمنت د بقاء او عدم انحلال له پاره د پاکستان لومړنۍاړتیا او مجبوریت دی او د دغې اړتیا د بشپړېدو یوازینی امکان دافغانستان پر سینه تېره شوې لویه لار ده چې دلرغوني هند ، چین، فارس، ماوراءالنهر او اوسني افغانستان ترمنځ یی سوداګریزه، مذهبی ، کلتوری او فرهنګي راشه درشه ژوندۍ ساتلې وه .دا تاریخي لار دابرېشم پر نامه په ټولو تاریخي نصوصو کې درج او ثبت ده او ملکیت یی په افغانستان پورې اړه لري لهذا پاکستان منځنۍ اسیا سره وصلیدو دپاره دافغانستان مشروط رضائیت ته اړتیا لري او دافغانستان پخوانیو حکومتونو هېڅ یوه هم دپاکستان سره بی قید و شرطه معاملې ته غاړه نده اېښودې، بلکې دپاکستان سره یې پدې لار مشروطه بالمثل معامله غوښتې وه ، مګر هغه مهال هم پاکستان په خوله دافغان حکومتونو سره هرڅه منل، اما په عمل کې یې دافغانی لوري د شرایطو پر وړاندې راز راز مزاحمت او خنډونه جوړول ، ترڅو افغانستان دپاکستان پر خاوره او قلمرو کې بحر ته لاره ونلري ، خو کوشش یی کاوه چې پاکستان بی قید و بی شرطه منځنۍ اسیا ته دافغانستان پر سینه تیر شي او دغې ناشولته برخورد ته یی ددواړوهېوادونو ترمنځ دسیاسی منازعې نوم او بڼه ورکوله او تر ننه پدې اړه دپاکستان سیاست پر مزاحمت او دوه مخیتوب ولاړ دی، د حکومتونو او وختونو په بدلېدا سره دپاکستان په پالیسې کې کوم مثبت تغییر رامنځ ته نه شو أن تر دوه زره یویشتم او دوه زره دوه ویشتم کلونو یا د وروستي جمهوریت تر سقوط پورې پآکستان ونه توانېده چې منځنۍ اسیا سره دوصلیدو په وسیله ځان د موجوده انحصار څخه وباسي .

پاکستان ددغې موخې دحصول په نیت مداوم د افغانستان د تضعیف هڅه جاري وساتله او په مختلفو مذهبي او سیاسي توجیهاتو یی په افغانستان کې د مکررو لاسوهنو او نیابتي ملیشو په وسیله افغان جګړه تر کابو نیمې پیړۍ وغځوله او افغانستان یې تر دې بریده له توانه وغورځاوه چې، هم یی بشري سرچیني او کدرونه د جګړو او بارودو د اور خوراک شول ، هم یی بنسټونو ته جبرانیدونکی زیان واوښت ، هم یی سوداګري یوازې پر وارداتو متکي شوه او د تولیداتو او صادراتو ګراف یی نږدې صفر ته ورسېد.

دافغانستان د سرحدی سیمو د تصرف او غصب پر وړاندې دپاکستان ډار د سرحدمېشتو پښتو څخه و چې د یوه کمربند په توګه د سرحد په اوږدو کې مېشت دي ، نو لرپښتانه یی تر زجر و فشار لاندې ونیول ، زرګونه ځوانان یی ددوی تری تم کړل او هغوی یی په یوې بدرنګې بوختیا ککړ کړل چې اوس د پی ټی ایم په نامه اخته دی دخپلو ورکو عزیزانو دپیداکولو مطالبې لري او ددې له پاره لاریونونه او ډهرنۍ یا پرلتونه وهي.

پآکستان د پخوا څخه د محکومې پختونخوا د قبایلي سیمو د انضمام په موخه د ځمکني اشتغال او تصرفاتو سازمان ایجاد کړی و چې د یاد سازمان پر مټ یې دافغانستان او هند سره په سرحدونو کې یی غیر مشروع تصرفات پیل کړي ول. په دې وروستیو کلونوکې موږ ددې شاهدان یوو چې د لرې پختونخوا د قبایلی سیمو د اوسیدونکو د جینوسایډ لړۍ یې د ترهګرۍ سره د مبارزې په بهانه توده کړې ده چې ښه بېلګه یی د لرې پختونخوا په سوات ، تیراه ، خیبر ، او وزیرستانونو کې د زرګونو پشتنو بېرحمانه وژل او د زرګونو نورو تري تم کېدل یادولای شو .

دافغانانو ترمنځ د قومي ، سمتي او مذهبي تشددت او کرکو او نژادي تعصباتو د ایجادولوپه موخه پاکستان له هېڅ راز حربې څخه مخ ونه ګرځوله ، دجګړو تداوم ته یی دلایل تراشل او دتبلیغاتو او تسلیحاتو لړۍ یی جاري ساتلې وه . د خپلو لاسپوڅو پر مټ یې دافغانانو ترمنځ دپراخه منفي تبلیغاتو په کولو سره دافغانانو ترمنځ تضادونه او بې باوري ایجاد او ملي یووالی یی را مخدوش کړ نو، ځکه یی په ډاډه زړه دافغانستان په سرحداتو کې لسګونه کیلومتره غیر مشروع تصرفات وکړل او ځان یی دافغانستان اوبو او د منځنۍ اسیا سره د اتصال نکتو ته ورنېږدې کړ چې، ددغو اتصال د نکتو څخه یی یو هم واخان دره ده چې د چین ، تاجکستان او افغانستان ترمنځ اتصال راولي.

پاکستان دافغانستان د بدې ورځې څخه په استفادې وکړای شول چې دیارلس کیلو متره د واخان د اتصال نکتې ته ورلنډ شي او پدې اړه یی د چترال واخان د سوداګریز کوریدور د جوړلو طرحه د پالیسۍ څخه د عمل تطبیقي ډګر ته واړوله .

دچین سره دپاکستان خپلولي او نږدېوالی بل دلیل نلري ، پرته له دې چې د واخان بندر په تصرف کولو کې دچین له رسوخ او قوت څخه غیر مستقیم ګته واخلي پر همدې ملحوظ دچین او پاکستان دګډو تخنیکي ټیمونو لخوا د واخان درې سروې بشپړه شوه او نن وینو چې په واخان کې د نظامی تاسیساتو په جوړولو او د ګلګیت او چترال له طرفه د واخان پر لور د لوی سوداګریزې شاهراه جوړول یې تطبیقي پایله ده .

د واخان په اړه دپاکستان د تصرفاتو ګزارشات که څه هم حقیقت دی ، خو داچې پاکستانئ رسنۍ د واخان کوریدور په اړه کوم ګزارشات شایع کوي ددې موخه د افغانانو ترمنځ دافغانستان د مالکیت داحساس اندازه ګیري او دافغانستان د ځمکني بشپړتیا په اړه د افغانانو د ګډې ارادې کچه او ټولیز نبض یا د ملي اجماع مستوا تشخیصول دي او ددغې سروې دپایلو پر بنسټ د واخان د غصب او تصرف کولو له پاره پلانګزاری ده .

یوې خبرې ته باید پآم ولرو او هغه داچې د واخان په تړاو د طالبانو اظهارات فاقد اعتبار دي، ځکه طالبان د تعریف ،جوړښت او حمایت پر اساس د پاکستان نیابتي ملېشه ده چې تل یی دپاکستان پر مظالمو سترګې پټې کړي دي بلکې د پاکستان د مداخلو او لاسوهنو له پاره یی توجیهات جوړ کړي دي او جوړوی یې چې دا چار په اصطلاح د طالب په جامه کې دپاکستان د دوه مخې پالیسې وریجنل کاپی ده .

طالبان ددې له پاره چې دخلکو پام دپاکستان له تحرکاتو څخه واړوي ، داسې څرګندونې کوي چې ملي مسایل خلکو ته عادي وښایی، دوی په څرګنده دخلکو د احساساتو سره په انطباق کې څرګندونې کوي ترڅو مردمی حساسیت مهار کړي خو عملا یی پاکستان ته له طبیعي زېرمو او نورو شتمنیو څخه د ډک افغانستان په سپارلو کې بېسارې مرسته وکړه او کوي یی .

د حرف او عمل توپیر ته یی په کتو سره ویلای شو چې، د افغانانو د ملی مسایلو په اړه د طالبانو او پاکستان نیت او اراده یو ډول ده او پدې اړه هر مورد کې ددوی ادعاوي او څرګندونې پر کذب ، فریب او تشدد استوارې دي څو بېلګو ته یی اجمالي اشاره کوو:

ددې له پاره چې دافغانستان نړېوال پرستیژې تخریب شي ، پاکستان کوشش کوي چې افغانستان د ترهګرو پر مرکز بدل کړي په عین وخت کې شکایت کوي چې پاکستان ته د ترهګري له بابته زیان رسیدلی او دترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د امریکا باوري متحد دی خو عملا یی دکشمیر په ځنګلونو کې روزل شوی ترهګر د جهادي ډلو په عنوان په مختلفو نومونو دافغانستان ړنګېدا ته ګومارلي دی چې ، حرکت الانصار، جیش محمد ، لشکر طیبه ، سپاه صحابه لشکر اسلام او نورې ترهګرې ډلې یی ژوندې بېلګې دي او په خیبر ایجنسئ، کویټه ، او کراچۍ کې یی پټنځایونه ورته جوړ کړي دي .

دپاکستان ددغې ستراتیژۍ د تطبیق په موخه دافغانستان د نړېوال پرستیژ د تخریب له پاره طالبانو پخوا هم د القاعده جنګیالي افغانستان کې مېشت کړي و او اوس یی هم دالقاعده جنګیالی افغانستان ته بیاځلي راوستلي دي چې د ایمن الظواهری وژل یی څرګند ثبوت دی مګر ټول طالب مشران په خپلو اظهاراتو کې په مبالغت امیزه درواغو سره دا خبره په کلکه ردوي چې ګواکې دوی د القاعده سره اړیکي لري .

همدا راز پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي تسلط سره سم ، دافغانستان اداري واحدونه دپاکستانی استخباراتو دماهرینو لخوا متلاشي شول ، دافغانستان شتمنۍ او نظامي تجهیزات په سپینه ورځ په لاریو کې بار دسپین بولدک او غلام خان له لارو پاکستان ته انتقالوی ، خو په رسنیو کې دا موضوعات په خورا ماهرانه درواغو سره ردوي .

دوی په څرګنده عمومي عفوه اعلان کړه او افغانان یی ددوی لخوا پر اعلان شوې عفوې دباور کولو له امله غافلګیر کړل او د پخوانیو نظامي افسرانو او علمي او مسلکي کدرونو په شبخون یی لاس پورې کړی دی خو چې کله له رسنیو سره غږیږي نو دا ټول ردوي .

دپاکستانیو اتباعو پر مټ دکانونو استخراج ، انتقال او چور لړي توده روانه ده خو په رسنیو کې ترې انکار کویی .

نو په مکاذبو او مبالغو یی خپل اعتبار دافغانانو پروړاندې ساقط او فاقد کړی دی، لهذا د واخان په اړه د طالبانو اظهارات دپاکستان په امر ترسره کیږي او کاملا درواغ دی ، اصلا دوی غواړي د واخان د اشتغال څخه د افغانانو فکر واړوي او احساسات یی ساړه کړي .

که پآکستان د چترال واخان په نامه د سوداګریز کوریدور طرحه چې له پخوا څخه یې درلوده د طالبانو پر مټ او مرسته تطبیق کړی نو ،د واخان تصرف به دریو هېوادونو ته درې ډوله مختلفې پایلې ولر ي

۱ – پاکستان به له منځنۍ اسیا سره وصل او سوداګریزه لار به ومومي ، نور به منځنۍ اسیا ته د خپلو توکو په لېږد کې افغانستان ته له احتیاج څخه خلاص شي .

۲ – تاجکستان به دپاکستان ازادو اوبو ته لاسرسی ومومي .

۳- او افغانستان به متأسفانه یو مهم ستراتیژیک جغرافیوی موقعیت یا هغه ارزښت دلاسه ورکړي چې افغانستان پرې دمرکزی او جنوبي اسیا ترمنځ د وصل نکته بلل کیږي .

دنړۍ له ګوډ ګوډ څخه د افغانانو غبرګون دافغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا دساتلو وروستۍ هېله ده ځکه ددغې جغرافیې صاحب ملک همدا خواره واره افغانان دي او ددغې موضوع په پراخه کچه غبرګون دپاکستان هېلې بیا مړاوې کړې او د افغان نوی کهول سره یی د افغانستان د مالکیت د احساس په احیاء ، ترویج او تعمیم کې ګټوره مرسته وکړه چې پدې تړاو به په راتلونکو ورځو کې د واخان او نورو ملي مواردو په اړه د پاکستان لخوا د غیر مشروع تصرفاتو او د طالبانو د درواغو په تړاو تفصیلی وضاحت او پر شواهدو او حقایقو استوار تحلیل له تاسو سره شریک کړو .

دطالبانو ایجاد او دلته یی بیاځلي نامشروع حضور دپاکستان دجغرافیوی توسعې او ځمکنی اشتغال د اوږدمهاله ستراتیژۍ برخه ده چې راتلونکو تحلیلونو کې به یی په اړه لا زیات وضاحت وکړو .

اوس همدومره .....

نور بیا


41 views0 comments
bottom of page