top of page
  • Writer's pictureGaam Media

دامارت جمودي نظریات، دملګروملتونوسازمان له غړیتوب څخه دافغانستان دمحتمل اخراج دلیل

د امارت جمودي نظریات ، د ملګروملتونودسازمان له غړیتوب څخه دافغانستان د محتمل اخراج دلیل او د پاکستان له ستراتيژیک عمق سره یې تړاو !

امان الله اتل

دافغانستان دتېرو لسیزو دجګړې مختلفو پړاوونو، دهغې علل او انګېزو او تر شاه یی دجګړې د دوام او اوږدېدو تسلیحاتي او سیاسي ملاتړ کونکو هېوادونو دګټو امتزاج په اړه که دقیقه او پر حقیقتونو سنباله څېړنه وکړو نو دغې پایلې ته رسېږو چې ددغې کورړنګو جګړو سیاسي ، نظامي او ستراتیژیکو ګټو راټولولوته امریکا او د هغې تر زنې لاندې پاکستان ، دواړو لمنې غوړولي دي او ددغو ګټو حصول او دهغې د ساتلو تضمین ته پر طالبانو پانګونه وشوه او ددوی پرمټ یی له افغانستان څخه شهرناپرسان جوړ کړ چې ، امریکا پکې دسیمې د ځواکمنو او د امریکا د مخالفو ممالکو دڅارنې او دهغوی د فعالیتونو او پرمختګونو پر وړاندې د تحدید او تهدید چارې سنبالوي او ددغې جګړې د پلان و تطبیق دمدریت کوونکي په توګه پاکستان دخپلو ستراتېژیکو جغرافیوي او اقتصادي سراتيژیکو ګټو عمق ته د رسېدو په تړاو دخپلو خوبونو د تعبیر په هڅه کې دی .



دیادو هېوادونو دستراتېژيکو ګټو حصول او تحفظ او ددې ګټو پرخلاف د سیمې د ځواکمنو هېوادونو سره د افغانستان د غیرمتجانس او غیر متوازن تقابل دایجادېدو چارې متأسفانه چې د طالب په فرمټ کې داسلامی شریعت د تطبیق په بهانه ، ګام پرګام تحقق مومي.

دامریکا تر وتلو وروسته د رامنځ ته شوي فرصت څخه په استفادي، پاکستان په افغانستان کې دخپلو ستراتیژیکو ګټو عمق ته د رسېدو واټن راکم کړی دی ، په بله وینا پاکستان د خپلوستراتیژیکو ګټو د عمق څارلو او ساتلو په موخه دطالب په فرمټ کې خپله نیابتي اداره پر افغانستان د زور او تشدد له لارې تحمیل کړه او ګورو چې د طالبی امارت د مدریت او کنترول چارې ، باالفعل دپاکستان سفیر منصوراحمد خان ته محول کړای شوي دي او ددې ستراتیژیکو ګټو دتحقق له پاره یې د ملا هیبت الله په نوم یو غیر مرئی او کالعدم ادرس ایجاد کړی دی او د خپلو ګټو دساتلو فرامین ورته منسوبوي او د تطبیق له پاره یی په اصطلاح یو ډول مشروعیت ترلاسه کوي.

اوس چې د افغانستان واک د طالبانو په نیابت کې په بشپړه توګه لاس ته ورغلی دی نو ورو ورو دخپلو ګټو دستراتیژیک عمق یو بل پړاو ته ننوتل غواړي چې، هغه دافغانستان تجریدول، انزوا او د مستقل مملکت په توګه له نړېوال ستیج څخه غورځول او په ټوله مانا مستقیما تر خپلې ولکې او مدریت لاندې راوستل دي چې، متأسفانه دطالبی امارت د مشرتابه لخوا د غیر مهذب اود بشر ضد مواقف غوره کول ، د همدغې شومې دسیسې د بریالی کولو دپلان برخه ده چې د لاندې څو بېلګو په یادونه باندې یی د مشت نمونه خروار په توګه بسنه کوو .



له لویه سره له نړۍ سره د سیاسي او دېپلوماتیک تعامل څخه د طالب مشرانو په څرګند او مکرر انکار سره دبشري حقونو او نورو نړېوالو منل شویو متحد المال اصولو څخه غیر مؤجه سرغړاوی، په کور دننه د شریعت په نامه د خلکو د ارادو یرغمل کول ، د طالب پر کړنو او تېروتنو باندې هر راز تنقید او نیوکه بغاوت او آن قابل قتل جرم یا ګناه ګڼل ، پرعکس پرخلکو په زوره ددوی د فردي ذوق او سلیقې څخه تقلید اجباری کېدل، د دوی د راکدو او جامدو افکارو مخالفین دشریعت په بهانه په جبري توګه ددوی له کردار او ګفتار څخه اطاعت او پیروۍ ته اړ کول او د انکار په صورت کې یی ترور کول، دبشري پرمختیاو پر وړاندې په سیاسي بهانو راز راز خنډونه جوړول ، دعصری علومو ، خصوصا د نجونو د تعلیم او زده کړو دبهیر اخلالول ، د تکنالوژیکو او بشري پرمختګونوپر وړاندې د عنادی سیاست خپلول، په هېواد کې د ټولو پخوانیو حقوقي اسنادو، ملی وثیقې او ټولو تدوین شویو قوانینو الغاء، د پارلمان د تړلو او د رسنیو پر خوله د پټۍ لګولو له لارې (دشریعت څخه ددوی د نادرست او قاصر فهم و تعبیر په کچه )، د ولسونو پر وړاندې له مسؤلیت څخه فرار ، له طالب خپلسرو څخه د پوښتنې کولو یا د حساب کتاب دغوښتو د حقوقي مراجعو تړل او ختمول او دېته ورته نور ددوی غیرمتناسب او خجالتونکي مواقف .....



دا ټول له نړۍ څخه دافغانستان د نقشې د ورکېدو یا دافغانستان دانحلال او حذفېدو محتمل لاملونه دي، چې متأسفانه پدغې موقفونو اختیارولو سره، د طالبی امارت لخوا په شرعي نیرنګ سره عملا افغانستان (د پاکستان دستراتيژیک عمق د تعقیب او تطبیق د تأمین و تضمین په موخه ) پاکستان ته د لاس او پښوڅخه د تړلو او سپارلو په مانا دي.

په حقیقت کې خو همدغې طالب دجګړې او وسله وال مزاحمت له کبله دافغانستان ستونزې لا پسې وپړسولې ، امنیت ، اقتصاد، تجارت او دبیارغونې په برخو کې یې د پرېمانه فساد له پاره بستر سازي او زمینه سازي وکړه او ددې له پاره چې په واک کې دخلکو اراده شمولیت ونلري او یوازې دفتواو په صدور سره د واک انحصار د دیني مدرسو په عنوان دپاکستان په استخباراتي روزنځایونو کې د روزل شویو ملایانو په ولکه کې وساتي ، نوځکه په خورا سپینسترګې سره، دخپلو جنایتونو، مزاحمتونو په نیتجه کې د رامنځته شويو بشري او مالي خساراتو پړه یی دجمهوریت پر اوږو باندې ور اچول غواړي، ترڅو دجمهوریت تصور ختم او دامارت ناخوالې پرخلکو تحمیل کړي.

پاکستان ورته دخیر په غونډۍ ناست دی، د طالب لمن یی له شګو ور ډکه کړې چې دخلکو په سترګو کې یی وشیندي او پخپلو ښکرورو درواغو او ناممکنو لافو او ژمنو باندې یې خلک دځان پر ویر اخته کړي خو، پرعکس یې د پردې تر شاه د هېواد دمعادنو او نورو طبیعي زېرم په چور او تالان کې له پاکستان سره د بوجۍ خوله نیولې ده .

دا هرڅه تاریخ څاري او پټ نه پاتې کېږي ، دهمدغې افغانی او انساني رسالت په توګه ګام میډیا تر وسه وسه کوښښ کوي چې د طالبانو او پاکستان له مخ څخه دحقایقو په تحلیل او دشواهدو په انتشار سره ،ددغو دواړو پدیدو اصلي څېره او ماهیت بربنډ او د راتلونکي تاریخ پوهانو سره ، دګران هېواد د انهدام او بربادۍ دعاملینو په تشخیص کې د درست قضاوت کولو کې مرسته وکړای شي او پدې توګه د دتاریخ په پاڼو کې د پاکستان د اجیرو انسانوژونکو مزدورانو پر مخ تورې خټې ور وتپی...... نور بیا

38 views0 comments
bottom of page