top of page
  • Writer's pictureGaam Media

دافغاني رسنیوتړلې خولې او دبیان دازادۍ اختناق


دبیان دازادۍ بحث چې کله هم مطرح کیږي هدف ورڅخه دانسانانو دیو بنسټیز حق دتحقق مسئله وي ، یعنې انسان لکه څرنګه چې په نړۍ کې د فردی اساسي حقونو څخه د برخمنتیا فطری حق لري هماغسې فطرتا د انسان د بنسټیز حق په توګه بیان ازادي د انسانانو د ارادې او مافی الضمیر د اظهاراتو مشروع لار ده .



بشر له پیله د بیلابیلو عقیدو او باورونو له مخې دبیان ازادي وخت په وخت زندۍ کړې ده او دا دتاریخ دجبر په محراق کې واقع شوې دبیان ازادي کله د مذهب په بڼه ، کله د مطلق العنانیت او سلطنتونو دکتاتوری له کبله او کله هم دکلتوری توجیهاتو له امله انسانانو څخه د اصلاحیت ضبط او تروړل شوی و چې دخپلې ارادې تمثیل د بیان په قالب کې ارائه کړي او هغه غوښتنې او پوښتنې چې دده په مافی الضمیر کې ایجادیږي او د فکری انحطاط او انجماد سبب ګیږي ، دپورتنیو خنډونو له امله دالفاظو په بڼه نورو ته نشي رسولی او همدا لامل دی چې د مافی الضمیر د عدم اظهار او قیدساتلو په پایله کې انسانان یا په رواني ناروغیو اخته کیږي او یا هم بېلاریو ته سر کوي چې د ټولنیز نظم و انضباط د تخریش او تخریب سبب ګرځي.


تر نولسمې پېړۍ تر پیل دمخه د نړۍ د وګړیو او ممالکو ترمنځ د بیان دازادۍ سانسور او مقید کول یوه مشترکه وجهه وه چې پدې کې تر ټولو زیات کردار خپلسرو او واکخوښو سلاطینو او امپراتورانو او د هرې زمانې مذهبي پنډتانو درلودلی دی .

کله چې موږ د اروپا د پرمختیایی مسیر بر او ساره ته ځیر شو، نو ارو مرو مو هغو عوامولو ته پام ور اوړي ، چې د هغې په امحاء او لمنځه وړلو سره اروپایی ټولنې د وروستیو دوه پېړیو په ترڅ کې د توقع خلاف بېساری پرمختیایی مسیر طی کړی او ننني وضعیت ته رسېدلې ده ، آن داچې لویدیزو هېوادونو بالخصوص امریکامتحده ایالتونه هم دخپلو بشري پرمختګونو په برخه کې د اروپایی ټولنې د رنسانس د دورې مرهون احسان دي، ځکه لویدیزو ټولنو ته د اروپایی نژادو ور کوچیدنګ او هلته مېشتېدنګ، ددغو هېوادونو د ایجاد پرمختګ او مطرح کېدا سبب شوی دي او اروپایی ټولنې په پېړیو پېړیو دمسیحي پاپانو دمذهبی سانسور په اختناق کې له بنسټیزو انساني حقونو څخه بې برخې پرمشقته او تر رنګارنګ قیوداتو لاندې ژوند کړی دی .


اروپا کې چې د بشر د فردي حقونو په برخو کې د کلیسا او مذهبي پنډتانو مداخله او سانسوریزم پای ته ورسید او په اصطلاح د دین او سیاست د بېلولو نظر پیدا او عملا کوم څه پېښ شول دا فجأتي او تصادفی یا ناببره کار نه و ، بلکې دا د ټولنیز عدالت د تأمینېدو په موخه د د مذهبي پنډتانو د شیطاني او غیر انساني حکمونو ا ظالمانه چال چلند پر وړاندې ټولنیز کرکه وه چې د پېړیو راهېسې دمذهبي زبېښاک او ملائی ښکیلاک د ناوړه چال چلند پّ پایله کې دخلکو په ارواه او تفکر کې وده کوله او د مسیحي اختناق په اوج کې فزیکی وجود ته راغلله خلک د ملائیزم خلاف پر عقلی منطق او بشری طاقت سنبال پاپآنو پسې پاڅېدل ، هماغه و چې پآپآن یی مات کړل او د دنیا او اخرت منطقونه ، فرمولونه او فلسفې یی د مذهب سیاست په دوه جلا کانالونو کې تنظیم او تحدید کړل ، دنیا کې دانساني ټولنې اړتیاوې او وړتیاوې یی د خودکفايت او هوساینې د حصول په موخه د سیاست په قلمرو کې تنظیم کړل او اخروي مسایل ، عبادات او مذهبي تکالیف او وجایب یې د دیانت په قلمرو کې تنظیم کړل او د مذهبي سوداګرو هټۍ یی ور وتړلې ځکه پّ قاطع او پرېکنده توګه ادعاء کړای شو او ویلای شو چې اروپایی رنسانس کوم تصادف نه و چې له برکته یی اروپایی ټولنه دنننی پرمختللي بشري فرهنګ ، علمي . تکنالوجیکي، صنعتي او اقتصادي پرمختګونو ته د ډیرو سترو او مزمنو قربانیو په ورکولو، د مذهبي او سلطنتی اختناقاتو په زغملو ، د ملائیزم د ړانده تقلید پر ځای عقلانیت او انساني سنجش او ادراک ته مراجعه او لنډه داچې دمذهب او سلاطینو غیر معقولو قیوداتو پر وړاندې یی د دوامداره غبرګون او مبارزې په نتیجه کې اروپایی وګړیو دبیان د ازادۍ دغه ستر او اساسي بشری حق ته دلاسرسي فرصت ترلاسه کړیدی.


نن دبیان د ازادۍ له کبله دنړۍ په مختلفو ټولنو کې د ټولنیز عدالت بیلانس او توازن د برقرار ساتلو او د ټولنیز سمسمکي په تأمین کې رغنده کار او پرمختګ ترسره شوی دی .

داچې بشر له هماغه پیله څرنګه او په کوم میتود او ترتیب دپیغام رسولو چار ترسره کاوه یو ستر تحلیلی تاریخي او ټولنیزپراخه بحث دی چې ددې لنډې لیکنې د حوصلې کار هم نه دی او ددې بحث د ترسره کولو له پاره دا لنډه لیکنه کفایت هم نکوي نو ځکه د بیان د ازادۍ له ماهیتی بحث او دبشری غرایزو سره یی له انطباق څخه تیریږو او یوازې پدې باندې تمرکز کوو چې ازادې ټولنې او تړلې ټولنې دبشری فکر محصول دی ، کومه یوه یی په عملي توګه د سوکالۍ او رفاه پر لور روانه ده ،و زموږ په څېر تړلې ټولنه او که د اروپا په څېر ازاده ټولنه ؟


له نورو یی تېرېږو ، دواړه ټولنې یو تر بله یو څرګند توپیر دا لري چې پرمختللی ټولنې دبیان ازادي او د انسانانو د تفکر او نظر داظهار او تحلیل صلاحیت ، د انسانانو فطری او طبعی حق ګنلی او منلی دی او پدې توګه یې د بشریت د غوښتنو او پوښتنو او د هغې د تطبیقي دواقعي چاپېریال د شرایطو په تحلیل کې اصلا اروپایان د مذهبی پنډتانو د خیالي افسانو پر ځای د انساني منطق پر مټ و توانیدل چې، دمذهب په جامه کې د پاپانو او مذهبی زمامدارانو له سلیقوي انحصار څخه راووځي او د الله پاک په کائناتوو کې د خلقت پټو اسرارو او رازونو ته د انساني تخلیق په برکت خپلې فکري رېښې وځغلوي چې ننی تکنالوجیکي پرمختګ او په نظامي او اقتصادي چارو کې د ازادو ټولنو دبالادستۍ راز اصلا همدا دبیان ازادی او له دغې لارې دبشری تفکر د غښتلتیا او د رنګارنګ تحقیقاتو او تخلیقاتو او د صنعتونودپراختیا فرصت ایجادول دی چې، تر دې بل ستر عامل د نولسمی پېړۍ د بشر د چټک پرمختګ له پاره د یوازیني عامل په حیث نشي په ګوته کېدای.


د همدغو تاریخي پسمنظرونو په تناظر کې دافغانستان وضعیت ارزول خورا دردوونکي دي او عملا د اروپا دمنځنیو پیړیو داختناق سره مخامخ دي ، متاسفانه ټول هغه مذهبي حیلی او مذهب ته منسوب مذهبي سفیدپوشانو سلیقوي چلندونه او قیودات پسنده فرامین چې له منځنیو پېړیو راهېسې د عیسوي پنډتانو له خوا په مسیحي ټولنو باندې جبرا طاری او ساری و، هوبهو کټ مټ هماغه مذهبي استحصال دافغانستان دمذهبي پنډتانو لخوا پر افغانانو باندې روان دی، رئیس الوزراء چې د طالبی امارت تر ټولو باصلاحیته اجرائیوی مقام دی داقتصادي ستونزو دحل په موخه خلک جماتونو کې بغارو ته هڅوي، موجوده شړیدلی امنیتی وضعیت ، د بیوزلو افغانانو د مرګ و میر داستان هم د ولسونو د ګناهونو پایله بولي او په مجموع کې دمذهب په ادرس لګیا دي عملا خلک فقر باندې قناعت ته هڅوي ، نظامي او اقتصادي پرمختګونو ته د صواب او خطأ میزان د ملایانو له خوا دخوبونو لیدلو په تعبیرونو کې نغښتی دی د خوراک څښاک پوشاک قیافه او نور متفاوت فردي ذوقونو داشباع له پاره د ملایانو د سلیقې او ذوق تقلید و پیروي معیار ګرځول شوی دی مثلا ږیره پټکی ، مسواک او استنجاء وغیره ټولو کې خلک د ملایانو پر تقلید مکلف ګرځول شوي دي او هېڅوک حق نلري چې خپل فردي ذوق مراعات اویا د شخصي نظر اظهار یا په نورو لارو دخپلو ستونزو حل تعقیب کړي .

د یوېشتمې پېړۍ افغاني ملائیزم لګیا دی دمنځنیو پېړیو د عیسوی راهبانوو په څېر دانتحار او انفجار او ورور وژنې په بڼه دجنت او شهادت ټکټونه خپلو سرناخلاصو پیروانو باندې ویشي او هېڅوک حق نلري چې د ملا پر فعل و کردار یا فکر و ګفتار باندې تنقید وکړي یوازې د ملایانو هر راز کردار باید وستایل شي او توجیهات ورته ولټول شي تر دې اضافه صلاحیت هېچاته هم نه دی حاصل .



دا د مسیحي پنډتانو د انحصار طلبۍ تقلید د سیاسي اوزارو په توګه دعمل محراق کې واقع شوه او دا کار په سیستماتیکه توګه لومړی وار دروسانو د اشغال پرمهال دافغانستان دجهادی تنظیمونو په بڼه رامنځ ته شو او ورو ورو پسې راوشړېده چې خبره د لسګونو وسله والو ډولو پیدا کېدو ته ورسېده او هر یو ځان سلامت او نور ملامت بولي هېڅ یو مذهبي ډله د بلې هغې سره تضاد کې واقع ده هر یو یوازې ځان مسلمان بولي او دنورو مسلماني ورته ارزښت نلري چې دبیان دازادۍ سانسور ددغې وضعیت د تداوم انرژي ده .

دافغانستان په معاصرو مذهبپالانو کې دحقانیی نیټورک په پاکستان کې عملا دجنت دټکټ پلورني له پاره دپنجابي استخباراتو په اډو کې په ښکاره توګه د مذهبي افتراقاتو د ایجاد په موخه د راهنمای ماملاتو دفتر پرانستی دی او دانسانانو دبشري ازادیو د سلبولو له پاره یی مذهبي روبوټونه د جنایت او ترهګرۍ د ترویج او ملاشاهی د تداوم له پاره پر داسې وچه او سپوره عقیده سمبال کړیدي چې عقلانیت یی ورته دمذهب سپکاوی او د انسانانو د انحراف د عامل په توګه له دین او مذهب سره نه پخلا کېدونکې عنصر معرفي کړی دی چې متأسفانه دغه ذهنیت یی د یو زنګوهلي قلف په توګه د انساني حقونو دروازو ته اچولی دی .

په افغانستان کې د زرګونو بېګناه انسانانو قتل عام ته په کتو دا خبره بیخي جوتیږي چې، طالبان د همدغو بېشعوره مذهبی روبوټونو په درلودلو او کارولو سره دبشری عقل و فکر د انحصار او محدودولو له پاره کار اخلي او د ناتعریف شوي او ګونګ جهاد په عنوان دپاکستان د استخباراتي ملایانو لخوا دمشروعیت کاذب روایت په ترلاسه کولو سره د زرګونو د انسانانو د خولو ګنډلو له پاره منحیث اوزار دخپل نیمګړي پوهې منطق بولي.


داچې د بیان ازادي د رسنیو د وجود او خودمختارۍ مستلزم ده ، نو له دې زاویې که ورته وګورو ، دافغانستان د رسنیو تاریخچه هم دومره اوږده مخینه نلري، کابو یوه پېړۍ دمخه (سراج الاخبار ) د علامه محمود طرزي تر اشراف لاندي دافغانستان د رسنیو دپیل نکته ده. وروسته چې شاهی مطلقه او شاهی مشروطه بیا جمهوریت او ورپسې کمونیستي دوره راغله ،د نظامونو د تکییف او تغییر په ملحوظ، د مطبوعاتو تقدس او باور هم د سیاسي احزابو د تبلیغاتي کانالونو د پروپاګندونو په دوړو کې ورک او د مطبوعاتو رسالت او مقدس مسیر د خپل اصلی انساني هدف څخه انحراف خواته سوق شو چې، یو بدرنګ حالت یی ایجاد کړ، داسې حالت چې دمذهب له نامه څخه په استفادې یی د هر راز ترسره کېدونکو جنایتونو په تړاو د خلکو پوښتنې او اظهارات سانسور کړل، لکه موږ چې د شلمې پېړئ په دویمه نیمایی کې شاهدان وو چې اصلا رسنیو د رسنیز رسالت پر ځای د روسانو له بریده تر اوسه د روس او امریکا دګټو له پاره دلالي کوله او کوی یې ، دغه روش په یو بد سیاسی او مدهبی کلتور اوړیدلی و .

شل کلن جمهوریت د ټولو ستونزو سره سره چې په خپل ذات کې یی درلودلی یوه ستره لاسته راوړنه یی همدا وه چې دبیان ازادي یی عملا د بشر د اساسي حق په توګه مراعات او نوی کهول یی ددغې ستر ارزښت څخه واقف او اګاه کړ.


اوس چې بیا ملایانو د امریکا په وساطت د دوحې تر تړون وروسته په ډراماتیک ډول واک اشغال کړی دی، نو د خپلو عیوبو او بې کفایتو دپټولو له پاره یی ارازانه او اسانه لاره درسنیو او دبیان د ازادۍ سانسور انګېرلی دی ولو که دغه تصور داسلام د روح و روان سره هېڅ راز سمون نلري بلکې د افرادو سلیقوي برخورد ددغې سانسور اصلی مصدر دی ، جالبه داده چې دیویشتمې پيړۍ اسلامی ملایان د پیغمبر د متابعت او د هغه د وراثت د ادعاء سره سره اړم دي ، د دپیغمبر اسلام څخه د تقلید او پیروۍ پر ځای د منځنیو پیړیو د مسیحي راهبانو او مذهبي پنډتانو د کردار او ګفتار څخه تقلید کوي او پر هماغو لارو سر دي چې پر کومو لارو مسیحي پاپان روان وو او د ټولنیز غبرګون یا رنسانس لامل وګرځېدل.

که دوی د بیان ازادي سانسور نکړي نو طبیعي ده چې ددوی کمظرفیت ، ناپوهي، حماقت او ددوی حقیقي څېره رسوا کیږي او د ټولنې لخوا استفراقیږي چې یو ساده مثال یی دادی چې ایا که پر یو نړېوال ستیج له دغو ملایانو وپوښتل شي چې دسانسور او انحصار او قیوداتو همدارنګه د جنت او دوزخ د ټیکټونو وېشل خو د مسحی پنډتانو پیروي او ورڅخه تقلید دی نو څنګه یی تاسې داسلام دپیغمبر عمل ته منسوبوۍ ایا داسلام پيغمبر دمسیحیت تابع و او که مسیحي پنډتان داسلام له ستر پیغمبر ص څخه زیات پوهه او پر حقه دي؟


که دغې پوښتنې ته تحلیلی ځواب ولټول شي او ددې تفتیش او څېړنې اجازه عامه شي نو دا کار د ملایانو لمن پر سر وراړوي او د زوال او ذلت سبب یی ګرځي ،نو طبیعي ده چې کله ړږی دبیان د ازادۍ په قلمرو کې دخپلې نابودۍ دغه پیکه انځور ګوري نو ارو مرو به هڅه کوي چې ددغې انځور ادراک او تحلیل ته د نورو افغانانو فکر ونه رسی.

څو پوښتنې په دې اړه باید دخپل فکر و عقلانیت پر مټ هر یو ځانته ځواب کړو ، ترڅو دبیان دازادۍ په سانسسور کې داسلامی امت ګټه او نقصان تشخیص کړای شو او بیا یی د ملاییزم د نخرو سره پرتلنه وکړای شو وبه پوهېږو چې حقیقت څه دی!

ایا دافغانستان ټولنه ازاده ټولنه ده که تړلې؟ او ور له پاره څه باید وشي ؟ملی رسالت پدې اړه څه دی؟ درنسانس د دورې تمثیل دمسیحی پاپانو پیروي ده که د اسلام د سترپیغمبر ص؟

که اسلام الهي دین دی او ذوی العقولو له پاره رالېږل شوی دی نو بیا ولې د دیانت په تحلیل کې عقلانیت ته مراجعه ممنوع ګرځول کیږي ؟


که عقلانیت سره تضاد دیني وجیبه بلل کیږي نو بیا دیانت له لیونتوب پرته بل څه تعریف درلودلی شي؟ ایا الله پاک تکرارا پر دې ټینګار ندی کړی چې پیغمبر نه لیونی دی او نه ورسره لیونتوب زیب کا .

بیا د هر څوک ددغو پوښتنو ځواب مخې ته کېږدي او وبه پوهیږي چې دبیان ازادول دیني وجیبه ده او که دبیان سانسورول.

ستر خوشال خټک پدې باور و چې ژبه او خوله خدای پاک انسان ته ددې له پاره ورکړي دي چې پر دي باندې دخپل مافی الضمیر اظهار وکړي ځکه وایی چې :

زه خوشال کمزوری نه یم چې به ډار کړم

پر ښکاره نعرې وهم چې خوله یی راکړه .

دبیان په زندۍ کولو سره به بیا موږ دمسلمان په توګه دالله پاک ج د دغه مبارک ارشاد مصداق کېدای شو که نه چې دانسانیت جوهر مو په بیان کې نغښتی اوسي لکه په سورت رحمن کې چې فرمایی ، خلق الأنسان ، علمه البیان ...... ؟

17 views0 comments
bottom of page