top of page
  • Writer's pictureGaam Media

د پاکستان دملي امنیت دمشاور سفرته دپاکستان هېلې او دافغانانو اندېښنه

پداسې حال کې چې افغانستان کې د اسلامی جمهوریت تر سقوط را وروسته ،د اسلامی امارت حکومت درسمیت پېژندنې په تړاو د نړۍ د اکثرو هېوادونو نظرونه تر اوسه یا منفی او یا مشروط دی خو ، پدې لړ کې دامارت په رسمیت پېژندلو په تړاو ، په څرګنده دپآکستان موقف دادی چې ، اسلامی امارت د رسمیت پېژندنې مسئله د دوی دپالیسۍ پر اساس د نړۍ د تعامل پورې مشروطه ده! خو عملا دپاکستان د لوړپوړي چارواکو لخوا بالفعل پر نړېوال ستیج د طالب امارت د رسمیت پېژندنې له پاره په نړېواله کچه په نهایت سپینسترګئ سره لابيګري کوي .



موجود وضعیت کې چې د افغانستان د جمهوریت په سقوط او د امارت په واکمنئ سره کوم بشري ناورین رامنځ ته شوی دی ، پاکستان زیارباسی ترڅو قصداً او عمداً ددغې بشری فاجعې غځېدا دوام وکړي او د ناورین په دلیل ،د افغانستان لپاره د بشردوستانه مرستو د جلب د هڅو په پلمه، دنړۍ هېوادونه د طالب امارت سره یو ډول نسبي تعامل ته رابولي او پدې اړه د سیمې او نړۍ په مهمو ناستو ولاړو کې د افغانستان په استازیتوب پاکستاني چارواکو نړۍ ته عملاً د مرستو کچکول نیولاي او د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو کوښښونه کوي .


په حقیقت کې ددغې وضعیت تداوم دپاکستان دستراتیژیک عمق دپالنې یوه بله زاویه چې دامارت دانحصارطلبۍ په برکت یې فعاله ساتلې.

د طالبانو او وسله والو د پناه ځای او ملاتړ کونکي په حیث ،په افغانستان کې دموجوده بشری ناورین تر نورو ستر عامل پاکستان دی چې، دطالبانو سره د نظامی او لوژستیکي همکاریو پر مټ ېې افغانستان کې دخلکو لخوا منتخب حکومت سقوط او په نړېواله کچه پر ترهګرئ او تشدد یوه متعارفه جنګي ډله یې واک ته ورسوله .

پدې کار سره ېې له یوه اړخه خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته لاره لنډه کړه او له بلې خوایې په نړېواله کچه دافغانستان او افغانانو باور ته د بې کفایتئ او عدم اهلیت نه جبرانیدونکی زیان واړاوه .


پرنړېوال ستیج دبشردوستانه همکاریو په عنوان دپاکستانی چارواکو لابیګري عملاً جوتوي چې، پاکستان غواړي نړېوالې ارادې او هوډ دتغییر او بدلانه چاره سمه او دنړۍ یو شمېر هېوادونه راضي کړي چې دطالب امارت په رسمیت وپېژني او په افغانستان کې د یو داسې ضعیف او ناخودمختاره حکومت تداوم ته لاره پرانېځي چې، په اقتصادي ، سیاسی او نظامي برخو کې دپاکستان تر مخامخ اغېز لاندې واوسي او په نهایت کې افغانستان د پاکستاني تولیداتو دپير او پلور په یو ارت او پراخه مارکیټ مبدل شي .

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د دېرش کلنې همدردۍ، اطاعت او اعتماد شالید او پسمنظر په استناد عمومی باور دادی چې پاکستان له اسلامی امارت څخه ډاډمن دی او په همدې کم وکیف تداوم به ېې په افغانستان کې ددوی دستراتیژیک عمق او جیو پالتیکو اهدافو دتحقق له پاره غوره اوزار وي او ددغې وېژن او دیدګاه پر اساس د طالبانو د پروژې د طراح په توګه یې له هماغه پیله د امارت دغه ډول په جوړښت ، تعیناتو او تغییراتو کې واک او صلاحیت هیچاته نه دی ورکړی، په کابل او قطر کې د څو مشخصو سمبولیکو څېرو ور هاخوا په حقیفت کې دافغانستان له پاره دپاکستان د وزارتونو ګډه کمیټه په غیر مرئي بڼه دافغانستان حکومتي چارې اداره کوي .


پاکستان دافغانستان له پاره همیش پدې ټینګار کوي چې د افغان حکومت د زعامتچارې دفنی مسلکی او اکادمیکو کدرونو پر ځای باید سیاسي څېرو ته وسپارل شي .دمسلکي او فنی اهلیت مسئله ېې د حکومت په اداڼه کې د ملایانو د انحصار طلبۍ په اله ګوله کې دمعیار او میزان له محوریته غورځولې برعکس یی د چارو د مدریت له پاره طالبانو ته چې یوازې جنګی روزنه او تربیت یی درلود، له پیله داسې ذهنیت ورکړیدی چې، دشریعت د بشپړ نفاذ پخاطر، د مسلک او اهلیت پر ځای د جهادي مخینې او وسله والې مبارزې په شرط باید حکومتولۍ ته افراد انتخاب شي. پدې توګه پاکستان انګېرلې ده چې و به کولای شي خپل اتباع د فنی او مسلکی ماهررینو په پلمه، په تدریجي ډول دافغانستان دچارو مستقیمي ادارې او کنترول ته وګوماري.


د افغانستان له پاره اقتصادي موازین او پالیسي او دسوداګرۍ څرنګوالی، د کانونو استخراج او دافغانستان له جغرافیې په ګټې اخېستنې سره له یوې خوا دافغانستان لخوا ددوی د اقتصادي متابعت څخه ډاډ تر لاسه کړي او له بل پلوه د ځمکې له لارې نړېوالو بازارونو خصوصا منځنئ اسیا سره دخپلو تجارتي اړیکو د پراختیا او اسانتیا له پاره کار واخلي .

په همدې موخه یې طالبانو ته د مسلکی اهلیت او افغاني مسلکی کدرونو پرضد داسې افراطی ذهنیت ورکړي چې، ددوی اقتصادی او سیاسي پالیسيو تطبیق ته به په لږ لګښت او اسانه توګه اغېزمن واقع شي .

به ورته وخت کې ددغې افراطی ذهنیت د شتون پر اساس، دطالبانو له خوا د غیر معقولو تصمیمونو او موقفونو په اعلانولو سره، نړۍ څخه به افغانستان د خپلې سیاسي او اقتصادي سیطرې او اعمال صلاحیت د تداوم مشروعیت ترلاسه کول غواړي .

پاکستانی چارواکی په هر رنګ و نیرنګ لګیا دی او کوښښ کوي چې نړۍ ته په یو نه یوه ډول قناعت ورکړي چې، که د افغانستان لکئ د پاکستان تر پښې لاندې ایساره نشي نو، نړۍ ته به له افغانستان څخه د افراطیت د یو باالقوه ګواښ په توګه د هر راز زیان اړولو احتمال نشي ردېدای.


د همدغو سیاسي، اقتصادی، جغرافیوی او نظامي اهدافو او صلاحیتونو د تر لاسه کولوپه موخه پاکستاني چارواکي دافغانستان د موجوده وضعیت څخه غواړي ګټه واخلي او د پاکستان د امنیت، ثبات او اقتصادی ودې د تضمین په توګه نړۍ ته قناعت ورکړي چې اسلامي امارت سره د بشری ناورین له مله استثنائی تعامل وکړي، پداسې حال کې چې نسبي تعامل هم پخپله په نسبي توګه د امارت د جوړښت او اقتدار واک تسلیمول او غیر مستقیم دامارت په رسمیت پېژندل دي .

دپاکستان د ملی امنیت سلاکار دسفر اصلی موخه همدا ستراتیژیک عمق تعقیبول دي خو، د شرایطو نزاکت ته يه کتو سره یې دخپل سفر موخه اقتصادي روابط، دکانونو داستخراج مسئله او د نورو لویو اقتصادي پروژو په اړه د نظریاتو تبادله عنوان کړې ده ، مګر دیوه هېواد د ملی امنیت سلاکار د تجارت، کانونو ، پطرولیم او هوانواوردۍ د وزراتونو څخه څنګه بې مورده او له اړتیا پرته استازیتوب کولای شي؟ ایا دا مسایل د یوسف معید پرته دیادو وزارتونو او سکتورونو اړوندو چارواکو په سفر سره نه شوي حل کېدای؟


که د امارت د رسمیت پېژندولو مسئله مطرح شي نو، څنګه ممکنه ده چې یو هېواد پرته له دې چې، یو حکومت په رسمیت وپېژني ورسره د اقتصادي او سوداګریزو چارو د بهبود او پراخیتا په موخه تړونونه وکړای شي؟ ایا دغه راز تړونونه او معاهدات له حقوقي پلوه مشروعیت درلودای شي ؟

تر اوسه پورې له شپږ میاشتینی انتظار وروسته هم کتل کیږی چې، طالبانو د امارت د جوړښت، نړېوال رسمیت او دمشروعیت له پاره اېښودل شوي شرایط نه دي بشپړ کړي خو، پآکستان ورسره د متقابلو اقتصادی او سوداګریزو اړیکو رسمي تړونونواو فرصتونو د ایجادېدو په موخه توده راشه درشه پیل کړيده چې، دا پخپله په افغانستان کې د پاکستان د ستراتيژیک عمق د تعقیب او پالنې یوبل جوت او کره ثبوت دی .

پاکستان له پاره اوسمهال دوه مسئلې تر نورو لومړیتوب لري چې یوه یی د دېورنډ د فرضي کرښې دمشرعیت له پاره د اوړو پوزه اېښودل دي او بل هدف یی ښایی له طالب له فرمټ څخه د نیابتی دفاعی او حمایوي وسیلې په توګه دپاکستان په امنیت او ثبات کې کار واخلي او دپاکستانی طالبانو لکۍ ورڅخه پرې کړي .




دیوسف معید سفر په غالب اټکل دهمدغو دوه لومړیتوبونو په موخه تر سره شوۍ اوسي چې، څه موده وړاندې یې دافغانستان خاوره دپاکستان پر ضد د کارول کېدو په اړه خبرداری هم ورکړی و، پدې سفر ېې له یوې خوا طالب امارت ته لارښوونه وکړه چې ګواکې دپاکستانی طالبانو له تحریک سره دې اړیکې پرې کړي، ځکه پاکستان دا ډول تحریکونو ته نوره اړتیا نلري او نور د داسې تحریکونو د دوام له پاره کومه توجیه هم نده پاتې، ځکه افغانستان کې د طالب امارت سره د مالی او بدني همکاریو او ملاتړ په موخه ایجاد شوی افراطی ذهنیت نور پاکستان ته پدغه هېواد کې دا اړتیا پر ځای په مصیبت پدلېدای شي او ددغه مصیبت د مخنیوی په موخه د تحریک طالبان پاکستان ټغر نور ټول کړي او بل لور ته یی دافغانستان د امنیت او ثبات مسئله د کشمیر سره تړلې بللې چې ګواکې د افغانستان خاوره دپاکستان پر ضد د هند لخوا کارول کیږي او ترڅو چې هند سره دکشمیر مسئله حل نشي نو افغانستان کې به امن او استقرار نشي راتللی .


که څه هم پاکستانی رسنیو او طالب ویندویانو د معید یوسف د سفر په اړه له اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پرته نور جزئیات نه دي ورکړي ، خو د افغانستان په کړکیچ کې د پاکستان د ګټو د تضمین مسئله او په افغانستان کې د پاکستان د ستراتیژیک عمق د تعقیب پالیسي ته په کتو، دا سفر چې د ملی امنیت د سلاکار په مشرئ تر سره کیږي او له ټولو دولتی چارواکو سره جلا جلا لیدنې کتنې کوي تر شاه د پاکستان ستراتيژیک اهداف لري چې غواړي افغانستان عملاً د خپل تصرف او اعمال صلاحیت د قلمرو په توګه وازمايي.



امان الله اتل


48 views0 comments
bottom of page