top of page
  • Writer's pictureGaam Media

د نیکمرغه لوی اختر تبریکۍ په مناسبت دګام میډیا پیغام


بسم الله الرحمن الرحیم

ګرانو هېوادوالو!

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

لومړی تر هرڅه د نیکمرغه لوی اختر د رارسېدو له امله کافه مؤمن ملت ته مبارکباد وایم ، الله پاک ج دې دغه اختر په هېواد کې د تلپاتې سولې او سوکالئ پیل وګرځوي . امین

درنو هېوادوالو !

داځل په هېواد کې نېکمرغه لوی اختر پداسې حال کې راورسېد چې هېواد کې مو د پخوا په څېر جګړې او وینې بهېدل د نشت برابر راکم شویدي ، خو له بده شامته چې د جنګ د شدت په کمېدو سره هم ددغه مظلوم ملت په ستونزو کې کمی ندی راغلی او په متبادل ډول دجګړې پر ځای خلک د اجباري مهاجرت، فقر ، بې روزګارۍ او نورو ډول ډول ټولنیزو او فردي ناخوالو سره مخامخ شول .

دنړېوالو اړیکو د اختلال او دافغانستان د انزوا اساسي عامل د موجوده نظام دمشروعیت او رسمیت ستونزه ده. ددغې ستونزې د حل پر وړاندې پراته عوامل چې نړېوال پرې هم زیات تمرکز کوي ، دبشري حقونو او نړېوالو تړونونو او پروتوکولونو پر وړاندې، بې پروا او غیر مطلوب چلند دی ، تر ګردو مهم یی د ط\ لب مشرانو لخوا دنجونو د تعلیم ، دبیان ازادی ، داساسي قانون نشتون او د دولتدارئ او حکومتدارئ پر وړاندې موجوده انحصاري چال چلند او په ورته وخت کې دروان وضعیت څخه په ناوړه ګټې اخېستنې سره د نړېوالو ترهګریزو ډلو لکه القاعده او داعش دفعالیتونو انسجام دی چې، دافغانستان او د نړېوالو اړیکې یی مختل کړی او د باور او اعتماد فضا یی تر سوالونو لاندې راوستې ده .

که په تېرو څلوېښتو کلونو کې دجګړې د دوام عواملو ته پآم وکړو نو ددې خونخوارې جګړې تر ټولو ستر عامل داقتدار دهوس لرونکوو سره انحصاری تفکر او د نورو د نه زغملو او تجرید او تفریق ناکام سیاستونه و چې، متأسفانه دجګړې د اوږدېدو او د زرګونو بېګناه افغانانو د وژل کېدو او د بېشمېره کورنیو د بې سرپرسته کېدو او اجباري مهاجرتونو او هېواد د بې ثباتۍ لامل وګرځېدل.

افغانانو په تېرو څلوېښتو کلونو کې په وار وار ، ددغې بد مرغه جګړې د ختمولو او د سولییز چاپېریال د ایجادولو زرین فرصتونه د ناسمو او خصمانه سیاستونو په خپلولو ، ځانغوښتنې او داقتدار د حصول د انحصاری تفکر درلودلو له امله دلاسه ورکړل او هېواد مو د بشري منابعو ، اقتصادي امکاناتو او جغرافیوی حدودو په برخو کې د نه جبرانیدونکوو زیانونو متحمل او د ضعف او احتیاج ژور تل ته وغورځېده .

دغې خونړۍ ماضي ته په کتو سره تجربو وښوده چې، له ملي یووالي او ملي پخلاینې پرته د سوکاله او سولییز افغانستان د جوړولو هېلې او ارمان ته نشو رسېدای او د ثبات دیقینی کولو له پاره د یوه بل له منلو او زغملو او ګډ کار و زیار پرته بل چار دافغانانو ژوند نشي نېکمرغه کولای او نه هم په ګران هېواد افغانستان کې د جګړې دلیل ختمولای شي.

اوس چې هېواد بیا د نوي تحول شاهد دی او دجګړو اور راکم شوی دی نو دملي پخلاینې او ټولشموله افغانی نظام د جوړېدو او په هېواد کې د ټولنیز عدالت په تأمین سره که له دغه فرصت څخه دسولې او ثبات د استحکام له پاره ګټه وانخېستل شي او دغه فرصت هم خدای مکړه دتېرو فرصتونو په څېر د ځانغوښتنې او انانیت قرباني شو نو د راتلونکو جګړو او تباهیو له پاره به بدشامته پیل وي چې، هرګز دتېرو تجاربو تکرار ته دغه زمینه چمتو کول د تاریخي تېروتنې په توګه دبخښنې وړ نه وی .

لهذا موږ پر ټولو جهتو باندې جدی غږ کوو چې دهېواد او هېوادوالو بدې ورځې ته په کتو ، په خپلو دریځونو کې نرمښت راولي او له دغه فرصت څخه په استفادې دجګړې اور د تل له پاره مړ کړي ، د سولې او پخلاینې له لارې دهېواد د بربادۍ په مخنیوي کې اغېزمن رول ولوبوي .

موږ تر دمګړۍ دنوی تحول له کبله په هېواد کې د جګړې ختمېدل ستایو او ملاتړ یی کوو ، خو دافغانانو د ستونزو د حل له پاره یی کافي نه بولو ، بلکې دغه فرصت څخه دملي پخلاینې او ملی مصالحې له پاره کار اخېستل کولای شي چې دافغانانو بدمرغیو ته دپای ټکی کېږدي .

په همدې موخه موږ له توانا او قادر مطلق خدای ج څخه ، په خورا خلوص استدعاء کوو چې ددې نیکمرغه لوی اختر رارسېدل دافغانانو د ملي یووالی او رورولۍ له پاره پیل وګرځوي او ټولو سیاسي او جنګي لوریو ته د زغم ، عفوې او ګذشت د توفیق په عطاء کولو سره پر هېواد د تلپاتې سولې او سوکالئ لمر را اوچت او د کرکې او نفرت فضا په اخوت او ورورولۍ واړوي .

وما ذالک علی الله بعزیز.

ګام میډیا ټیم



23 views0 comments
bottom of page