top of page
  • Writer's pictureGaam Media

د ملاهیبت الله لخوا دشرعي اجبار په بهانه دافغانستان دمنزوي کولو اعلان

کابو یوولس میاشتې وروسته تر هغې چې، امریکا د خلیلزاد په منځګړیتوب د دوحې د نامشروع تړون له مخې افغانستان طالبانوته وسپاره ، ددغې ډلې مجهول الهویته مشر ملاهیت الله ته منسوب شخص د لومړي ځل لپاره په کابل کې دعلماؤ د غونډې په عنوان، د طالب جنګیالیو ، ملایانو او انتحاریانو یو سترې کتلې ته په مستور ډول وینا وکړه.

داچې دځینو رسنیزو شواهدو او اسنادو پر اساس د ملاهیبت الله د ژوند او مرګ په تړاو لسګونه پوښتنې لا هم دټولنیز ذهنیت مخې ته بې ځوابه پرتې دي او داچې دطالب جنګیالیو قاطع اکثریت د نوموړی په اړه له نامه پرته نور شناخت تعارف او معلومات نلري او آن دې نامه ته منسوب څېره یی په عکس او یا خوب کې هم کومه څېره نده لیدلی نو ، دیو مستور فرد خلکو ته شاه کړې وینا کول د کوم منطق له مخې دلیل کېدایشي چې ګواکې دغه شخص چې د مېرمنو په څېر یی حجاب رعایت کړی و رښتیا هم ملاهیبت الله دی .



یوه عادي پوښتنه چې تر اوسه یې په اړه د طالب منسوبینو جواب دخلکو دباور وړ نه بلکې خندوونکی او له اسلامی او انساني دواړو منطوقونو سره په تضاد کې ګڼل شویدی، هغه پوښتنه داده چې اسلام کې دخلیفه مسؤلیت دادی چې اسلامی امیر یا خلیفه به د رعیت سره مخامخ اړیکې لري، نه داچې له رعیت څخه مستور په حجاب کې و اوسي چون حجاب د نارینه له پاره شرعا مشروع او جایز عمل نه دی ، ځکه دنارینه له پاره د مېرمنو په څېر ځان جوړل اسلام منع کړيدي خصوصا داسلامي خلیفه یا امیرالمؤمنین له پاره له خلکو او رعیت څخه مخ پټول او حجابپوش څرګندیدل مطلق حرام دي ځکه مشرولی د رعیت په اړه مسؤلیت دی او دچا په اړه چې مسؤلیت څوک ولري نو له هغه څخه ځان پټول حرام دی ، تر دې مهمه شرعي مسئله بله داده چې، د مجهولهویته ، مستور او محجوب شخص سره بیعت کول شرعا حرام او د اسلامي خلفاؤ د خلافتی سنت او عصر نبوت له اصولو سره په ټوله معنا متضاد عمل دی چې په عمومي باور په کابل کې د طالبانو د سترې غونډې هدف او محتوا د یو مخپټي نقابپوش مجهول الهویت شخص سره د اسلامی امیر په توګه د شریعت د اصولو خلاف بیعت کول هم بللی شو .

تر یوولس میاشتینی انتظار وروسته دخلکو هېله داوه چې ښایی د طالبانو مشر به په دغه غونډه کې د تیر شل کلن جنګ په ترڅ کې د افغانانو قتل عام ته پر منطق سنباله توجیه وړاندې کړي او همدا راز به دموجوده بحران څخه د هېواد د راوېستلو او د خلکو د رفاه او ارامۍ له پاره اغېزمنه برنامه او دخپل پلان کلیات د ولس په مخ کې کېږدي اما دغونډې څخه د ولس تجریدولو او له رعیت څخه د امیر نقابپوشئ دغه هېلې وتروړلې .

په هر حال ،دشرعي نظام له پاره لومړی دشرعي مشروعیت حصول لازمي دي بیا د ملی مشروعیت او په دریم پړاو کې دنړېوال مشروعیت حصول چې دغه درې واړه یو د بل مستلزم دي او د طالبانو واکمن نظام دمشروعیت په دغو درې واړو برخو یا پړاوونو کې ستونزې لري چې دغه ستونزې کابل کې د طالبانو د غونډې بیخي بربندې اوو جوتې شوې دبېلګې په توګه ، ولس په کې تجرید شوی و او هېڅ استازي یی پکې ګډون نه درلود، مېرمنې چې د افغانستان دنفوس دوه پر درې برخې تشکیلوي له غونډې تجرید شوې وې ، همدا راز یو نقابپوش سړی چې د محکومې پختونخوا د کویټې د لورلایی دسیمې په لهجه یی خبرې کولې ځان د ملا هیبت الله په نامه معرفي کړ ټولې نړۍ سره یی پرېکون اعلان او هر راز تعامل رد کړ چې دا په لوی لاس د نظام دمشروعیت پر وړاندې خنډونه ایجادول دي.

مهمه پوښتنه داده چې ایا دطالبانو په لیکو کې داسې څوک نشته چې دافغانستان سیاسي ، منطقوي او اقتصادي مجبوریتونه درک ، دجګړې زیانونه او له نړېوال کاروان څخه د افغانستان تجریدول او حذفولو معقوله ارزونه د ملاهیب الله مخې ته کېږدي او یا لا اقل له نړېوال ډیپلوماتیک عرف سره اشنایی ولري او ملا هیبت الله پدې وپوهوي چې د یو مملکت د مشرولئ او سلطنت له دعوېدار سره هرګز داسې موقف او داسې فکری محدویت مناسب عمل نه دی، بلکې پداسې دریځ غوره کولو سره افغانستان دسیاسي او اقتصادي انزوا پر لور سوق کیږي او هېواد مو باالفعل د هر راز نړېوالې راشه درشې اعتماد له لاسه ورکوي ، د سیاسي او اقتصادي همکاریوله ستیج څخه غورځيږي او د بشري پرمختګونو او اقتصادي پرمختګ وړتیا له لاسه ورکوي؟

ددغې پوښتنې په ځواب کې ځان سره تدبر او فکر کول، په افغانستان کې دپاکستان د ستراتیژیک عمق سره دطالبانو د تړاو او د ددغې ډلې د هویت او ماهیت په شناخت کې مرسته کړای شي.



موږ د پآکستان لخوا د افغانستان د کانونو د استخراج او استحصال مسئله ، دطالبانو له خوا د هېواد د پوهو او مسلکي کدرونو تعذییبول او فراری کول ، د طالبانو په نامه دحکومت چلولو له پاره دپاکستانی ماهرینو ګومارنه (د پاکستان د وزارتونو څخه مشترکه ترکیبي کمیټه چې دافغانستان د حکومت چارې اداره او رهبري کړي) ، افغانستان ته دپاکستان د ملکي مشرانو پر ځای د استخباراتي او نظامی مشرانو بیوخته او مکرر سفرونه ، کابل کې د پاکستان د سفیر منصوراحمد خان له خوا د کابل د ټولو ادارو څخه دهغوی کاري ګزارشات غوښتل او د نویو هدایاتو ورسپارلو په موخه طالب چارواکي دپاکستان سفارت ته وربلل او ..... نور ورته مسایل په افغانستان کې دپاکستان د ستراتیژیک عمق د تعقیب د بېلګو په توګه یاد کړي و چې پاکستان کابو نیمه پېړۍ پدې رابطه دافغان دښمنه پالیسيو په لرلو سره کوښښ کړی دی چې افغانستان کې دپآکستان نیابتي تحت الحمایه حکومت ایجاد او دپاکستان دګټو تضمین وکړي او یا باید افغانستان کې نا امنئ او کورنیو جګړو اور بل وساتل شي ، ترڅو پاکستان د افغانستان له زمکنۍ او هوایی جغرافیی څخه د خپل تجارت په پراختیا او پیاوړتیا کې دخپلې ګټې او صلاحیت سره سمه ګټه واخلي او د کانونو او طبیعي زېرمو په تصرف کې انحصاري سیاست وکاروي .

دطالبانو له خوا د افغانستان څخه د پوهو او مسلکي کدرونو شړل او وژل ، د هېواد د شتمنیو او معادنو چور او تالان او دنړېوالو سره د افغانستان د روابطو په تړاو د ملا هیبت الله پر خوله نیابتا داسې موقف اعلانول چې عملا د افغانستان دبشپړي تباهۍ سبب ګرځي او هېواد د اقتصادی او سیاسي انهدام په خیټه ننباسي.

د ملاهیبت الله په نوم دطالبانو د مجهولویت او مستور مشر په دغه مشن کې چې نیابتا یې دپاکستان دستراتیژیکو ګټو د تضمین او تأمینن له پاره پر مخ بیایی پاکستان ته دوه ستر فرصتونه چمتو کول غواړي ، لومړی داچې افغانستان په تجرید حالت کې داحتیاج له کبله دپاکستان دفرمایشاتو منلو ته اړباسي او دویم داچې افغانستان د پوهو او مسلکي کدرونو دفرار پر مټ او د عصری او طبیعي علومو د زده کړو خصوصا د نجونو په برخه کې دستونزو په ایجادولو سره دعصری زده کړو بهیر ټکنی، فرسوده او فلج کړي او پدې توګه دشریعت په نامه دپاکستان د سرکاري مفتیانو پر فتواو دغه هېواد د سلګونو کلونو له پاره نور هم شاته بوځي او دپنجاب له تصور سره سم پاکستان پورې دفاټا په څېر دافغانستان د انضمام موضوع هم په مزمنه توګه فیصله کړي .

په کابل کې د علماؤ په نوم غونډه کې پر همدغو دریو خبرو تمرکز وشو چې درې واړه دافغانستان دتباهې او دپاکستان د ستراتیژیک عمق د تضمین پرته بل مفهوم نلري ، لومړی داچې دنړۍ سره روابطو ته اړتیا نلرو او موږ د نړېوالو دهېڅ راز فرمایش منلو ته غاړه نه ږدو . دویمه داچې دافغانستان مسلکی او علمي کدرونه پدې تور چې دپخواني اسلامی جمهوریت پر مهال یی دپاکستان پر ځای افغانستان کې ژوند کاوه ، په دولتي تشکیلاتو کې ځای نه لري ، پر ځای یی دانتحاریانو پلرونه او د طالب جنګیالیو نالوستي ورثه د دولتی تشکیل محتوا کړي . درییم خبره داوه چې د عصری علومو پر ځای دې اسلامي مدارس او د تولیدي او صنعتي فابریکو پر ځای دي مساجدو ته پراختیا ورکړل شي.

دکابل په غونډه کې د ملا هیبت الله نامه ته منسوب نقابپوشه سړي ددې چارو د اجراء له پاره دفتوا یادونه وکړه چې ګواکې پدې اړه یی فتوا اخېستې ده خو دا یی ونه ویل چې دا فتوا یی له چا اخېستې ، که څه هم ددې فتوا او دافغانستان د بربادۍ په تړاو د هرې فتوا دصدور مرکز لاهور و ځکه تر دې کړۍ هېڅ اسلامی هېواد هم دطالب انارشیزم ته د رسمي نظام په توګه نه ګوري او پداسې وضعیت کې دفتوا دصدور له پاره تر پاکستان پرته بله مرجع نه ده ورپاتې او له خبرې یی له ورایه جوتیږي چې د هغو مفتیانو پر فتوا یی دا شل کال دشریعت له پاره مسلمانان قتل عام کول چې کوم مفتیانو عملا پاکستان کې دشریعت د نفاذ سره مخالفت ښکاره کړی او پاکستان کې د جمهوریت داستحکام له پاره د پنجاب د ظالمانه مسیحي جمهوریت د هر مخالف مسلمان وژل ستر جهاد بولي .

که ددغو پېښو ، موقفونو او شعارونو تسلسل شالید او پآیلې وارزو نو ممکن ددې خبرې درک اسان شي چې په افغانستان کې د پاکستان سراتیژیک عمق او د ملا هیبت الله موقف خپلو کې څه تړاو او مشترکات لري .

48 views0 comments
bottom of page