top of page
  • Writer's pictureGaam Media

د اوکراین کړکیچ دافغانستان د بدمرغۍ بل انځور

داکراین کړکیچ چې دستراتیژیک امنیتی او اقتصادي ارزښت له پلوه د ټولې نړۍ پام ور اړولی په اړه یی د ښو عواقبو اټکل نه کیږي او روسي پوځیانو لا هم د اوکراین پولو ته جوپي جوپې ور روان دي ، چې دغې کار د اکراین او اروپا په اقتصادي تعاملاتو منفی اغېز کړی دی همدا راز د امریکا لخوا پر روسي باندې د پانګونو د تحریم او د برتانیې له خوا د روسي بانکونو د تړلو او د جرمني لخوا د د روسيې او المان ترمنځ د ګازو د نل لیکي تر بیا اعلان پورې د فعالیت جواز له ورکولو انکار وکړ.

د جرمني دا پرېکړه ځکه خورا پاموړ بلل کېږي چې روسیه د دغه هېواد په ختیځ کې له طبیعي زېرمو تر لاسه شوي ۴۰ سلنه ګاز اروپا ته ورکوي.



دغه حساسیتونه ورځ تر بلې پراخیږي چې د نړۍ امنیت ته یی ستر ګواښ مخامخ کړی دی خو متاسفانه چې دملګرو ملتونو د سازمان لخوا (چې د نړېوال امنیت او ثبات ساتنې په موخه ایجاد شوی دی) ، یوازې د یوه بیان په صادرلو سره د نړۍ د امنیت او ثبات په ساتنې کې د خپلې بېوسې اظهار وکړ چې تر دغې حسرت بارې اعلامیې پرته دنړېوالو ځواکمنو هېوادونو د ګټو او اختلافاتو له کبله ورڅخه نوره زیاته تمه نشي کېدای؟

پوښتنه داده چې پداسې ترینګلي وضعیت کې دافغانستان برخلیک کوم لور ته روان دی ؟

دغه پوښتنه په ټولیزه توګه ځکه کمرنګه ښکاري چې ددغې اندېښنې په اړه ددفاع لوری او دافغانستان صاحب ملک ورک دی .

دپخوانی حکومت چارواکي او کدرونه له هېواده وتلي یا د وتلو کوښښ کوي او دافغانستان په اړه یی سمدستي کوم غبرګون ته اراده او نیت نشته ځکه د جمهوریت د فکري توحید شکست او دمهاجرتونو په ترڅ کې تیت و پراګنده کېدو سره دافغانستان په دفاع کې د هغوی نقش د اغېز له سطحې لوېدلی دی ، بلخوا پر کابل د واکمن امارتی حکومت څخه د نړئ له شرایطو سره د عیارېدو تصور هم صفر دی چې اصلا د همدغو دواړولوريو څخه دافغانستان د دفاع تمه کېدای شي او دواړه ددفاع وړتیا نلري .

ستونزه یوازې پدېکې نده چې افغانستان د جمهوریت په سقوط سره د کدرونو دانخلاء او د ملائیزم په محراق بدل شوی ، بلکې د اکراین دکړکیچ سره همزمان د نړۍ د هېوادونو سره د تعامل په اړه د طالبانو لخوا پر کاذب غرور مبتنی مواقف اعلانېدل ، د القاعده او داعش په شمول د پاکستان لخوا د روزل شویو لسګونو ترهګریز ډلوافغانستان کې ساتل ، دپاکستان دمخالفو طالبانویا تحریک طالبان پاکستان سره د پآکستانی مذاکراتی غړیو کوربتوب او مېلمه پالنه هغه څه دي چې طالبان یی افغانستان ته د اکراین د جګړې د اغېز او لمبو د رالېږدولو غیر مستقیم کوښښونه کوي .

د طالبانو ایجاد او تمویل ته په کتو جوتیږي چې ، دا کوښښونه اصلا د پاکستاني نظامیانو د هغې ستراتېژۍ یوه عمده برخه تشکیلوي چې غواړي د خپلو پوځي تجهیزاتو او پوځ د تمویل له پاره په سیمه کئ د جګړو د اجاره دارئ ستراتیژي تطبیق کړي او د راتلونکې نیمې پېړۍ له پاره د یو بل خونړی وحشی استخباراتي جنګ سوق او اداره په اجاره یی توګه پر غاړه واخلي.

دملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د پراختیا اندېښنه ، په افغانستان کې روان بدمرغه بشري ناورین، دنړۍ سره د تعامل په برخه کې د طالبي امارت انعطاف او پر کابل د تر اعمال صلاحیت وروسته هم په قطر کې د طالبانو ددفتر موازي فعالیتونه ، د طالب چارواکو لخوا د ځانمرګو بریدګرو د تربیت او فعالیت تقدیرول او ستاینه او همدا راز د نظامی وسایلو او وسلو قاچاق او د غنیمت په نامه د نظامی او دولتی وسایلو ، وسلو او وسایطو خپلسرې وېش او پلور ټول د هغې بدمرغه ستراتېژۍ برخې دي چې له امله یی افغانستان د جګړې په تداوم د پاکستان د نیابتی ګټو سرخلاصی بازار و اوسي .

طالبان لکه چې تر اوسه د حکومت او نظام په جوړلو بریالي نشول ، د چارو د مدریت له پاره د افرادو په انتخاب کې هم ندي بریالي شوي او پدې اړه یی نیت او اراده هم نه ښکاري ، بلکې غواړي دملاشاهۍ په توګه د مسلک تخنیک ، فن او مهارتونو سره د تل له پاره خدای په اماني وکړي او په لوی لاس په اقتصادي ، تجارتي ، او نظامي برخو کې افغانستان د پاکستان دګټو تابع وګرځوي چې متأسفانه پدې چار کې ورسره د نړۍ بالخصوص د امریکا او عربي هېوادونو دوه مخی نقش غیر مرئي مرسته کړې او کوي یی .



امریکایانو له یوې خوا افغانستان کې پرېیمانه وسلې پرېښودي او له بلې خوا یی افغان اردو تېښتې ته وهڅوله او د جمهوریت پښې او لاسونه یی د طالب پر وړاندې وتړل ټول نظامي تأسیسات یی ونړول او وسلې یی طالبانو ته په لاس ورکړې چې دغې کار د سیمې د هېوادونو سره د هغوی د ملی امنیت په برخه کې جدی اندېښنې وپنځولې او د افغانستان خلاف یی نا اعلان شوې سیمه ایزه اجماع ته دهېوادونو رجحانات را واړول .

اوس چې د اکراین کړکیچ ته امریکا پوکي کوي او د اکراین څخه د دفاع په دیپلوماسئ غواړي روسان یو بل جنګ ته وهڅوي چې له کبله به یی روسان په جګړه واوړي ، نو ددې له پاره چې دافغانستان له لوري روسانو ته بالفعل ګواښ شتون ونلري ، د افغانستان له پاره به د قید و حد ستراتیژي په عملي توګه تطبیق کړي چې دا کار به یی دافغانستان له پاره په نه جبرانیدونکي بشری او اقتصادي زیان تمام شي او د طالبانو پالیسئ او موقف چې د یو نامشروع نظام د ګډوډ تداوم له پاره یی غوره کړی دافغانستان له پاره د یوې بلې همداسې بدمرغۍ پېلامه کېدایشي .

اوسمهال افغانان د نړۍ تر ګردو پاشلی او تیت و پرک ملت دی چې د ملګرو ملتونو د سازمان د بې کفایتۍ د پټولو له پاره د کډوالو د سمبالولو په عنوان ګټور اغېزمن اوزار ګرځېدلي ، ددې بحران له امله د کډوال بهیر د ملګرو ملتونو د اعتبار له پاره یو داسې سند دی چې له کبله یی د روان وضعیت په تغییر کې د ملګرو ملتونو اراده فلج کړې ده او نه غواړي چې دمهاجرت لړۍ دې ودریږي.

لهذا دافغانستان د بحران کورني و بیروني عواملو او فکتورونو او د طالبانو له خوا په روان نظام کې د عمدي انارشیزم په ایجادولو او د حکومتولۍ په توقف او د ترهګریزو ډلو ورود ته په کتو سره داکراین کړکیچ دافغانستان د بدمرغئ په تداوم کې کوټلی رول لوبولی شي ، پدې اساس د ثبات او استقرار پر عکس به دافغانستان روان بحران ترهغې پورې دوام وکړي، ترڅو چې افغانان پخپله دبحران په حل کې رغنده ونډه وانخلي او دغه مسئله یی د نړېوالو واک ته سپارلي اوسي .



8 views0 comments
bottom of page