top of page
  • Writer's pictureGaam Media

ایا طالبان په رښتیا هم په سیمه کې د امریکا بیا ځلي حضور ته دمشروعیت دلایل تراشي؟

Updated: Aug 11, 2022

ګام

د جمهوریت کش و پش او شل کلنو پرمختګونو ته په کتو ، د قطر پر مذاکراتو او د دوحې نامشروع او ګونګ تړون په رېښتینولۍ او دامریکا لخوا د طالب د واک ته رسولو پر ډراماتیکې ارادې ، له پیله ډیری افغانانو شک درلود، دوی ځکه شکمن وو چې ، د قطر په مذاکراتو کې دافغان جګړې د اصلي متضرر شوي او زیانمن شوي لوري هېڅ استازي حضور نه درلود ، دغه زیانمن شوی لوری په حقیقت کې د افغانستان بیچاره ملت دی چې ، د لسیز و راهېسې د افراطیت ښکار شوی او پر دوامداره توګه له څلوېښتو کلونو راهېسې ،له یوې خوا دجبري کډوالۍ له امله لالهانده دی او بل لورته د واک پر سر د کورنیو جګړو لمبې یې پر هډ او پوست وڅکلې خو، چې کله د سولې تر عنوان لاندې د طالب امریکا ترمنځ معامله مطرح شوه ، په دوحه کې یی هېڅ استازي شتون نه درلود او دمذاکراتو د مافیها په اړه د معلوماتو په خلاء کې وساتل شول په ځانګړي توګه دامریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد په خورا سیاسي مهارت او لفاظۍ سره ،د کاذبو او ناممکنو ژمنو او درواغجنو اټکلونو پر اساس غافل وساتل ، پداسې حال کې چې په دوحه کې د ملت دملیونونو وګړیو پر برخلیک باندې دامریکا او پاکستان دګټو د تمیز او اشتراک بحثونه روان و ، مګر افغانان تر پآیه دبحثونو پر محوریت ونه پوهېدل او دا اټکل یی ونکړای شوچې ،دامریکا تر وتلو وروسته په هېواد کې څه پېښېدونکي دي ؟ د دوحې د تړون محتویات ورڅخه عمدتا پدې خاطر محرم او په خفاء کې وساتل شول ، ترڅو عمومي حساسیت ورسره ونه پاریږي ، ځکه د یومخیز حساسیت په ایجادېدو سره دا اندېښنه امریکا درلوده چې د بلیکواټر په څېر دامریکا دغه دویم پلان هم شنډ نشي .



دقطر مسئله دامریکا لومړیتوب نه و ، لومړیتوب یی داو چې امریکا ولاړه شي او افغانستان کې بلیک واټر ته د یو تړون یا قرار داد پر اساس خپل استازیتوب وسپاري خو، داچې د بلیکواټر له راتګ سره په سرکاري او عوامي دواړو کچو مخالفت وښوول شو نو، د افغانانو ددغې عدم رضایت له کبله ،د دوحې د تړون موضوع د افغانستان او سیمې له پآر دامریکا د دنیابتی حضوري ډاډ د حصول د دویم پلان په توګه )چې دلومړي پلان د عدم امکان په صورت کې په پآم کې نیول شوی و، (د عمل میدان ته راغی.

تر دې مخکې یی د حامد کرزی د واک په موده کې دوه ځله او د ډاکتر اشرف غني د واک په موده کې په څو څو وارې پټ اوښکاره او په حضوری او انلاین مختلفو ډولونو افغان حکومت تر فشارونو لاندې ونیوه ، ترڅو پرې دا شرط ومني چې دامریکا د وتلو په صورت کې په نیابتي ډول د امریکا امنیتي قرارادي ) بلیک واټر (په افغانستان کې د خپل پراخه او فعال حضور په لرلو سره ، په افغانستان کې د رامنځ ته کېدونکې وضعیت په تړاو د امریکا اندېښنو ته ځواب وویلای شي خو، دغه پلان یی دواړو ولسمشرانو د خپلو حکومتونو په دروان کې په خورا جراات او صراحت سره رد کړ او د باعزته او تلپاتې سولې داعیه یی امریکا ته په مخ کې کېښوده او پدې توګه یی د بلیکواټر له حضور سره کلک مخالفت وکړ ، پدې اړه پخپله دبلیکواټر مشر اریک پرنس لخوا ولسمشر غني ته د داکتر نجیب الله په څېر د برخلیک ټاکلو ګواښ هم وش ، خو غني یی غوښتنه ونه منله او پرعکس يې د اریک پرنس د اخراج امر صادر کړ.

دامریکا B پلان د خلیلزاد له خوا طرحه او تسوید او د دونالد ترامپ لخوا توشیح شو نو تر توشیح وروسته خلیلزاد په دوحه کې دبلیکواټر د بدیل په توګه د ځانګړیو شروطو پر بنسټ له طالبانو سره داسې معامله تر سره کړه چې ، پآیله یی هم دامریکا او هم دافغانانو په زیان تمامه شوه، د امریکا سیاست ،دیپلوماسې، پالیسي اونړېوال روابط د نړېوالولخوا د متقابلومنل شویو نړېوالو حقوقي ارښتونو ، د دیموکراسۍ داساساتو ، او د دولتونو دنړېوالو یا بین المللی مسؤلیتونو څخه دسرغړاوي له امله تر نیوکو لاندې راغلل .

د امریکا لخوا دپورته یادو شویو مواردو سره د بې پروا او غیر متناسب چال چلند ، د افغانستان جمهوریت سقوط او پرعکس د افراطیانو واک رسولو له کبله دامریکا قراردادي ملګري هېوادونه لکه تایوان او اکراین )چې د چین او روسيې له خوا یی دملکیت ادعاوې لري ( له افغانستان څخه د امریکا له وتلو سره سم د روسانو او چین تر ګواښ لاندې راغلل ځکه روسان او چین پدې پوهېدل چې، له افغانستان سره دامریکا د وفادارۍ ناشولته پایلې د امریکا پر ملګرتیا او وفادارۍ د اوکراین او تایوان اعتماد او باور مسخ کولای شي، لهذا که فشار پرې وارد کړو ممکن امریکا ته واضح جواب ورکړي چې موږ نه غواړو دافغانستان پر برخلیک ککړ شو . پدې ډول به پر امریکا باندې د تکیه کولو او باور کولو پر ځای د روسانو او چین سره جوړجاړي ته رسېدل ددوی له پاره ګټور انتخاب واوسي ، موږ بالفعل پر اکراین د روسانو دبرید او تایوان ته دچین د بلوسېدو او غړمبېډو شاهدان یوو.

بله مهمه خبره او فکتور دافغانستان په قضیه کې د خلیلزاد ذاتي میلان او له ولسمشر غني سره دده ذاتي عقده هم وه چې، نوموړي د یو سایکایترک او عقده یی ناروغ په حیث دغچ اخېستنی په منظور د داکتر غنی له واک څخه لرې کېدل په پآم کې نیولي و او دطالبانو له راتګ سره دبشري ناورین رامنځ ته کېدو عواقبو ته یی پآم نه وکړی چې ده پر خپلې دغې ناسمې محاسبې سره که له یوې خوا دامریکا نړېوال پرستیژ او حیثیت راکم کړ بل خوا یی افغانستان کې ټول افغانان او افغانستان د اور په خېټه کې وتړل ، خو هغه ډاډمن و او دامریکا کانګریس ته یی په خورا ویاړ سره وویل چې ، هغه دامریکا د ګټو پخاطر پدې وتوانیده چې، بلکواټر یې د طالب په جامه کې ، یا په اصطلاح طالبان یې دبلیکواټر په نقش کې واک ته ورسول .

دقطر په دوحه کې دهمدې موخې دحصول په نیت د امریکا په توقعاتو او د طالب په مطالباتو او ددې کار دکمیشن په توګه دپاکستان په مفاداتو څه دپاسه یو کال چنې ووهل شوې، په حقیقت کې هلته نه دسولې پر کوم میکانیزم بحث وشو او نه هم د ټولشموله حکومت په جوړولو ، بلکې د طالبانو څخه د ناقابل تعریف نظام او پر افراطیت ولاړ دکتاتورانه امارت د جوړولو مطالبه مطرح شوه او دغه طرحه د ترهګرۍ پر تور دزنداني شویو تورنو اشخاصو یا په اصطلاح د تور لیست مشمولینو ته وړاندې کړای شوه .

داچې طالبان له جګړې او انسانوژنې پرته بله تجربه نه درلوده ځکه جنګ یی حرفه ګرځېدلې وه او دارتزاق مدارک یی هم جګړې او د بم بارودو کاروبار و ، همدا راز د پاکستان له خوا یی هم هر اړخیز ډاډ درلود ، نو له امریکا سره یی دا هرڅه په ورین تندي ومنل .

کله چې امریکا د پاکستان پر تضمین د طالبانو پر تعهداتو نسبی باور پیدا کړ، سمدستي دامریکا پآلیسي او تعهداتو دافغان حکومت پر وړانډې تغییر وخوړ.

امریکا دافغان حکومت څخه د مرورتیا په پلمه دخپل حمایت او ملاتړ لړۍ پیکه او کمرنګه کړه او له بلې خوا یی دسیاسي ار تشاء په توګه پآکستان ته دافغانستان په سرحدي سیمو کې د نفوذي تصرفاتو د صلاحیت او حمایت په ورکولو سره ، پاکستان وهڅاوه چې د افغان حکومت په ړنګېدو کې مستقیمه مرسته او ددې جګړې منجمنت او قومانده پر غاړه ولرۍ چې دپاکستان پوځي قیادت ورسره د امتیازاتو په منلو سره مښته وکړه او د سرحدي ملیشو قطعات یې دپآکستانی توندروانو او جنګی ډلوسره یوځای د طالب په جامه کې د افغان ملی اردو پر وړاندې جنګېدو ته وګومارل ، پآیله کې یې د جمهوریت اداڼه او د خلکو لخوا منتخب حکومت ړنګ او دګوانتانامو باګرام او څرخي پله له زندانونو څخه په تور لیست کې شامل افراطیان پر افغانستان مسلط کړل .

طالبانو ته اوس هم دا هرڅه معجزه او الهي نصرت ښکاري، ځکه دوی پر خپل توانمندی پوهېدل چې دافغان ملی اردو سره یی د ځواک توازن مساوی نه دی نو ځکه یی دافغانستان د نیواک تصور نشو کړای ، خو د پاکستان د ملېشو په شمول ، په کشمیر کې د روزل شویو مختلفو جنګي ترهګریزو ډلو په مرسته یی د افغانستان واک ترلاسه کړاو همدغه لامل دی چې طالبان په افغانستان کې د دترهګریزو ډلو له مېشتېدا سره مخالفت نشي کولاي ، ځکه چې هغوی ورته جمهوریت نسکور کړی او دوی یی واک ته رسولي دي ، پدې ډول افغانستان تر پخوا په مراتبو بدتر دترهګرو په ځاله واوښت .

په کمه موده کې افغانستان ته د نړئ له هر کونج و کنار څخه د ترهګرو بېشمېره لښکرې راماتې شوې او د پاکستان لخوا د جهادونو په لیبل سمبال روزل شوي ایله ګردان دافغانستان د دولتي ودانیو کوربانه شول .

د روانې اګست میاشتې له پیل راهېسې ، په افغانستان کې د د دوه افراطی ترهګرو ډلو القاعده او پآکستانی تحریک طالبان پآکستان مشرانو )د امریکا او پاکستان د ګډو ځانګړیوعملیاتو په ترڅ کې ( د وژل کېدا مسئلې، برمته شوي افغان ولس ته دا اندېښنه پیدا کړیده چې ، ایا طالبان هېواد ته ، دترهګرو او افراطیانو په دومره بربنډ او پرېمانه تورید او راټولولو سره دافغانستان راتلونکې انځورڅه راز ترسیمول غواړي؟ او له داسې ګواښوونکو اقداماتو څخه سیمې او نړۍ ته څه پیغام ورکول غواړي؟

اوسمهال د مختلفو ترهګریزو ډلو دجنګیالیو د راټولولو په تړاو، له طالب امارت څخه رقم رقم پوښتنې د خلکو ترمنځ دبحثونو محور ګرځېدلی دي ، له یوې خوا د طالبانو امارتي نظام دنړېوالو له خوا ځکه غیر مشروع بلل شوی چې، د دولتونو له پاره د نړېوال حقوقي پرنسیپ دتعریف له مخې، دطالبانو امارت غیرمشروع دی او دوی واک په مشروع ډول نه دی تر لاسه کړی نو پدې اساس د مشروع او واجد شرایط حکمي شخصیت دفقدان له امله د رسمیت پېژندلو له ناورین سره مخامخ دی.

د جمهوریت له سقوطه کابو یو کال تېر شو ، خو طالبان لا هم پداسې یو وضعیت کې قرار لري چې، نړۍ ورسره هم خپل دیپلوماتیک سیاسي روابط محدود کړي دي او هم یې پرې بشری او انکشافي مرستې محدودې کړي دي ، بلخوا دافغان دپانګوالو او سوداګرو پیسې چې معمولا په داخلي بانکونو کې ساتل کېدې، د طالب مشرانو د په امر په خصوصي بانکونو کې بندې پاتې دي، دغې چارو د سوداګرۍ له بابته د هېواد د عوایدو کچه په بېساري ډول راټیټه کړې ده ، په ورته وخت کې ، داشتغال کچه په ټول هېواد کې نږدې صفر شوې ده، په مسلکی او فني برخو کې هېواد د بشری سرچینو او کاري قواو له فقر سره مخامخ شوی دی ، دملی خزاني اړوند ملیاردونه ډالرو امریکا کنګل کړي دي چې دافغانۍ د ارزښت دبرقرار ساتلو په موخه به وخت په وخت بازار ته دافغانستان بانک لخوا ډالر عرضه کېدل خو اوس دافغانیو دغه پشتیوانه په اصطلاح کنګل شوېده او پر دې ټولو سربېره، داکراین او مسکو د نښتې له امله د ټولې نړۍ په بازارونوکې دتوکو بیې لوړې شویدي چې دنرخونو دلوړېدو اغېز هم تر بل هرچا پر افغانانو زیات دی . دمګړۍ اقتصادي بحران د راکمولو او له دافغانستان اقتصاديۍ څرخ د راکد او جامد حالت څخه د ایستلو او په حرکت راوستلو په موخه دطالبانو امارت په مختلفو بهانو او دلایلو له خلکو څخه دمالیاتو په نوم د پیسو استحصال کوي .

نو پداسې وضعیت کې به تش لاسي طالبان دومره ګڼشمېره جنګي ډلو او دهغوي افرادو او جنګیالیوته د اوسېدو او نورورځنیو اړتیاو دپوره کولو له پآره امکانات او شونتیاوې له کومه کوي ؟

دنړېوالو دحساسیت له امله او د امریکایانو پر وینا، د دوحې د تړون دتعهداتو له مخې باید طالبان له ځان څخه د القاعده لکۍ پرې کړي او ګاونډیو هېوادونو ته هم امریکا او پاکستان ډاډ ورکړی و چې، دافغانستان خاوره به دهېچا پر ضد نه کارول کیږي مګر عملا چې کتل کیږي ، د پاکستان لخوا په مختلفو نومونو جوړې شوې جنګي ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان، جیش محمد، حرکة الانصار ، سپاه صحابه، جیش انصار، لشکر طیبه ، لشکر اسلام او نور... په یوه مخه افغانستان ته راکوچیږي چې، پدوی کې عرب، ازبک، چینایی ، پاکستاني او چیچنیایی اتباع هم وجود لري. مګر هېڅوک ترې پوښتنه نکوي چې، ملاصاحبانو او شیخ صاحبانو تاسې خو پرد خوله خلکو ته وایاست چې دافغانستان خاوره به دهېچا خلاف نه کارول کیږی ، نو بیا د ترهګرو دا دومره ټېل ماټېل مو افغانستان کې دڅه له پاره جوړ کړی دی پداسې حال کې چې په دوی کې داسې ډلې دي چې یا د هند یا امریکا او یا دچین خلاف جهادونه کوي په څرګنده خو القاعدې دامریکا ګرېوان ته لاس اچولی ، لشکرطیبه او جیش محمد دهند ګرېوان ته لاس اچولی او ایغوریانو د چین ګرېوانه ته لاس اچولی او یو شمېر نور هم په مختلفو جرمونو کې ښکیل دی چې خپلو هېوادونو کې یې شپې نه تېرېدې دلته فراریان راغلي دي نو دا ټول ، دمجاهدینو په نوم افغانستان کې ازادانه ګرځي دلته بیغمه خپلې دمفرورۍ شپې اړوي او له دې ځایه نورو هېوادونو کې خپل اهداف تعقیبوي نو، د نور خلاف د خاورې کارول اخر څه ډول وي؟ که امریکا رښتیا افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدلول نه غواړي ، ددوحې په تړون کې هم ددې کار منع راغلې وي او نړۍ هم د ترهګرۍ سره مخالفه وي نو ، په دې صورت کې طالبان افغانستان کې د ترهګرو د دومره خطرناک ازدحام او اډې دجوړولو جرآت څنګه کولای شي ؟



دا او دېته ورته نورې پوښتنې پدې تړاو شته دی چې تر اوسه یی واضح ځواب ندی پیدا شوی ، البته تر دمګړي په عمومي ذهنیت کې ، دطالبانو ددغې حرکتونو او هغې د پایلو په اړه ،دامریکا بې اعتنایی ، تغافل او چشمپوشي ددې پوښتنو د ممکن ځواب په توګه تلقي کیږي چې ، ګواکې طالبان د دوحې د تړون پر بنسټ پر دې مأمور شوي دي چې، په افغانستان کې یو داسې وضعیت ایجاد کړي چې هره ګړۍ افغانستان ته دامریکا د راتګ امکان وجود ته راشي او پدې توګه امریکا په سیمه کې د حالاتو دبدلانه او روانو تغیراتو او نویو ایتلافونو د مهارولو او څارلو موخه افغانستان کې دبیاځلي حضور فرصت ته دمشروعیت دلایل او توجیه جوړه کړي

بلخوا چې په اکراین کې د روسانو پرمختګ او د اروپا پر ستره اتومي بټۍ دروسانو له برید څخه زېږېدلي حساسیت په پایله کې داروپا او امریکا سره پیدا شوې اندېښنې او ورسره هم مهاله، د تایوان پر سر له امریکا او د چین منځ داړیکو ترینګلتیا او د تایوان پر لور د چین نظامي لېوالتیا دا ټولې مسئلې هم دا ایجابوي او په رقابتي ډګر کې هم وینو چې دافغانستان له جیو ستراتیژیک موقعیت څخه د یاد کړکیچ ټول لوري د ګټې اخېستنې هڅې کوي ، چین له طالبانو سره د بشري او تخنیکي مرستو او د معدنیاتو داستخراج له امله دوی ته مالي بسپنه او ملاتړ چمتو کولو په بهانه له طالب امارت سره د تودې راشه درشه له لاري، روسان یی درسمیت پېژندلو په توقع او دسوداګرۍ دپراختیا په ژمنو او امریکا پر طالبانو د دوحې تړون پر بنسټ د فشار او اقتصادي او سیاسي محدودیتونو د وضع کولو له لارې غواړې دغه فرصت پخپل واک کې وساتي .

په افغانستان کې دامریکا نظامي حضور د روسانو او چین د پوځي چټکیتا او په ټوله کې داسیا یی هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریز بهیر د مهارولو یوازینی اغېزمنه او نږدې لاره کېدایشي .

دهمدغو ملحوظاتو له امله د دغو پوښتو دځواب په توګه عمومي باور همدا دی چې ، د همداسې یو فرصت د ایجادولو په موخه طالبان دامریکا په غیر مرئي غوښتنه او ددوحې د ژمنو پر اساس لګیا دی دافراطیت نوې سناریو ګانې جوړوي ترڅو دامریکا بیاځلي حضور ته قانوني توجیه جوړه کړي او امریکا په څرګنده له طالب سره دمخالفت او په پټه د دوحې د ژمنو له مخې طالب دملاتړ په موخه هره اونۍ پنځه دېرش ملیون ډالر د بشري مرستې په نوم ورکوي .عمومي اټکل دادی چې افغانستان ته ښآیی امریکا داځل پداسې حال کې راشي چې د تېر په څېر د اروپایی هېوادونو او د ناټو کتار له ځانه سره ونلري ، دافغانستان دطبیعی سرچینو ، معدنیاتو ، جیوستراتیژیک ارزښت او سیاسي واک پخپله ولکه کې وساتي او هېڅوک ورسره له دې بابته د ګټې د وېش دعوا ونلري....!

داچې پدې کشمکش کې افغانان دخپل ځان او هېواد د ژغورنې له پاره څومره ممکنې لارې ، وړتیا او فرصتونه لري او څنګه کولای شي چې افغانستان د راتلونکو بوږنونکو احتمالي ناروینونو څخه وساتي او خپل برخلیک وټاکي ، په راتلونکو لیکنو کې به یې په اړه درسره خپل نظر او تحلیل شریک کړو ، ان شاءالله .

اوس همدومره

112 views0 comments
bottom of page