top of page
  • Writer's pictureGaam Media

افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز د ټورنټو لوی ښار "ټورنټو ټولنې اتلولۍ جایزه" تر لاسه کړه

افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز(ANSS Foundation) د ټورنټو لوی ښار د ۲۶۰ مرکزو په منځ کې د "ټورنټو ټولنې اتلولۍ جایزه" ( The Toronto Community Champion Award) تر لاسه کړه.


ټورنټو ښاروالۍ چارواکو د روان ۲۰۲۳ لمریز کال مارچ په شلمه افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز ته د ټورنټو لوی ښار د ۲۶۰ فعالو ټولنیزو خدماتو مزکزونو په منځ کې د "ټورنټو ټولنې اتلولۍ جایزه" ورکړه.

کرونا ویروس له پیل څخه د دری کلونو په لړ کې کومو بنسټونو چې د ټورنتو په لوی ښار کې بی سارې ټولنیز خدمتونه، لکه د خوراکي توکو ویش او د کرونا د سختو شرایطو کې مرسته تر سره کړي وه " په یوالي کې قوت دی/Stronger together" د برنامه له لارې د ټورنټو ښاروالۍ ستاینه پیل کړه چې پدې لړې کې د ۲۶۰ بنسټونو په کتار کې افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز د تورنټو میشتو لخوا یادې جایزه ته ونومول شو


چې د ټورنټو وګړو او په ځانګړې توګه میشتو افغانانو لخوا رایه ورکړل شوه او د ټورنټو ښاروالۍ د خپلواکۍ ادارۍ لخوا د رڼۍ پروسې په ترڅ کې افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز د ۲۶۰ مرکزونو په منځ کې ډیره د تایید رایه ترلاسه کړه او پدې ترتیب ېې د ټورنټو د ټولنۍ د اتلولۍ جایزه وګټله.





د یادونۍ وړ ده چې افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز یو غیرې دولتي او غیرې انتفاعي اداره ده چې په ټورنټو کې د ۶ کلونو راپدیخوا ټورنټو میشتو او په خانګړې توګه نوی راغلو افغان ګډوالو ته ټولنیز خدمات (مهاجرت، کور موندنې، کورنیو او ماشوماتوته ښوونیز پروګرامونه، خوراکي توکو ویش، کار کوموندنې او نور خدمات) وړاندې کوي.

309 views1 comment
bottom of page